BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:13 گرينويچ 2005 ,25 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جنرال وردگ : د پوځ جوړيدو کار نيمايي بشپړ شوى

اردو
د دفاع وزير وايي د ملي اردو د جوړيدو کار نژدى ٥٦ په سلو کې بشپړشوى
ملت ته د دولت لخوا دحساب ورکولو د اونۍ په پنځمه ورځ دافغانستان ددفاع وزيرجنرال عبدالرحيم وردگ وويلې چې د ملي اردو د جوړيدو کار نژدى ٥٦ په سلو کې بشپړ شوى دى.

د افغانستان ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ په تير يوه کال کې خپله مهمه لاسته راوړنه سږکال په ملي اردو کې دڅه پاسه ١٨٠٠٠ افسرانو او پوځيانو گمارل وښودل ، ده وويل چې دد فاع وزارت سږنۍ بو دجه څه دپاسه ٦٠٠٠ ميليونه افغا نۍ وې چې ډيره برخه يې مصرف شوې ده.

همدا راز ده وويل په تير يوه کال کې ٤١ زره پخوا ني وسله وال بې وسلې شوي او زياته يې کړه د روان کال په اوږدو کې ددښمن کم او زيات ٥٠٠ جنگيالي د اردو د سر تيرو له خوا ژوندي نيولي شوي دي .

خو دا يې هم ومنله چې لا هم د ملي اردو سرتيري دبهرنيو گواښونو په وړاندې دهېواد د پوره دفاع توا ن نه لري.

د مخابراتو وزير انجينر اميرزى سنگين په تير يوه کال کې د لسگونو ميلونو ډالرو د عايداتو دترلاسه کولوڅخه يا دونه وکړه .

دحساب ورکولو داونۍ په وروستۍ ورځ دافغانستان د مخابراتو وزيرانجينر اميرزى سنگين ژور نالستانو ته وويل نژدې ټول هيواد يې د ټيلېفون په مز ى سره تړلى او سږ کال يې له دې لارې څه دپاسه ٢٤ ميليونه امريکايې ډالره عوايد ترلاسه کړي دي

د مخابراتو وزير وويل چې د موبايل ټيليفون په برخه کې يې د خصوصى سکتور له خوا ٣٠٠ ميلونه ډالره پانگه اچول شوې.

کابل ښا روال غلام سخى نورزاد بيا تر ټولو زيات د خپلې ادارې د زيات پرمختگ يا دونه وکړه

د دولت له خوا ملت ته دحساب ورکولو په لړ کې د کابل ښاروال غلام سخي نورزاد وويل چې د ښاري خدمتونو په ډگر کې يې د بلې هرې ادارې په پرتله ډير کار کړى اوتر اوسه يې ٥٠٠ ميليونه افغانۍ عايدات لاسته راوړي دي .

د دفاع اومخابراتو د وزيرانو ترڅنگ دبدني روزنې ،سرې مېاشت ،لويې څارنوالۍ او له پيښو سره د مبارزې د ادارو د ريسانو له خوا د تير يو کال د کړنو حساب وړاندې شو چې دوى ټولو خپل خپل کارونه پرځاى او مثبت وښوول

ځينو ژورنالستانو او خلکو دا حساب ورکول نه بلکې د رپورټ ورکول وبلل خو ځينو نورو بيا دا د حکو مت له لورې يوستر گام وباله.

د افغانستان د ولسمشر ۍ د د فتر مشر جاويد لودين دا د حکو مت له لورې د يوه ستر گام پورته کول گڼلي او وايي د حساب ورکولو دغه روانه لړۍ به ولايتونو ته په ورغځيدو سره دوام مومي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت