BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:23 گرينويچ 2005 ,27 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان غواړي دولتي تصدۍ وپلوري

کابل
د کابل دښار يوه څنډه

د افغانستان د ماليې وزارت وايي په لسگونو دولتي تصدۍ به ليلام کړي

څه دپا سه ١٤٠٠٠ کارکونکى به په افغانستان کې ددولتي تصد ېو د خصوصي کېدو له کبله بې کاره شي .

دمالې دوزارت اداري مرستېال عبدالرزاق صمدي وايي له گڼو څېړنو وروسته ېې وپتيله چې په لسگونو دولتي تصدۍ دې له خپلو وساېلو سره لېلام شي. دئ وايي دامهال د ٤٤ تصدېود خرڅولونرخ معلوم شوى او په پاتى نورو ېې څېړنې روانې دي .

له ېو نيم کلن غور اوڅېړنې وروسته د مالېې وزارت پرېکړه وکړه چې نژدى ټولې دولتي تصدئ وپلوري .ځکه چې دولت ته ېې گټه نه درلوده .

دا مهال په دغو ٦٦ تصدېو کې څه باند ې ٢٥٠٠٠ کسان کار کوي چې په خصوصي کېدو سره به ېې ترنېماېې زېات خپلى دندې دلاسه ورکړى.

دماليې دوزارت د خصوصي کولود پروگرام مشرنجېب وردگ وايي تېره او نئ دوزېرانو شورا ددوى دغه وړاندېز ومانه او په نژدې راتلونکي کې به ېو شمېر تصدئ د ورځى دنرخ سره سم داو طلبى ته وړاندى کړي چې په پلورلوسره به ېې دولت له اوه سوه تردولس سوه مېلونه ډالره ترلاسه کړي.

ښاغلئ وردگ زېاتوي چې دبېلا بېلو تصدېو دځمکې او وساېلو نرخ معلوم شو ى خو د افغانستان داساسى قانون سره سم بهرنېا ن نشي کولاى په دغه هېواد کې ځمکه واخلي

دمالې وزارت مرستېال عبدالرزاق صمدي وايي هغو په زرگونو کارکونکوته به چې دتصدېوپه خصوصى کېدوسره خپلى دندې له لاسه ورکوي د هغوى د کړي کار دمودې سره سم له څه کم ٣٠٠ ډالروتر ٢٥٠٠ ډالرو پورى پېسى ورکول کېږي او ېو لړ مسلکي زده کړې به هم ورکول شي چې په را تلونکې کې بېکاره پا تې نشي

ښا غلئ صمدي وايي چې دتصدېو د خصوصى کولو په قانون کې دغه بدلون کا بېنى وما نه چې په راتلونکي کې دې د مالېې وزارت د تصدېو دانحلال دوړاندېز حق ولري

خو څر گنده ېې کړه چې په دې کار سره به نه يواځې دولت بلکې عا دي خلکو ته ډېره گټه ورسېږي . له ېوى خوا به د تولېد کېفېت لوړشي اوله بل پلوه به ،دکارکونکو تنخوااو دژوند سطحه ښه شي

خو دااعلان په داسې وخت کې کېږي چې د ېوشمېر بې وسلې شوو په گډون وخت ناوخته خلک له دولت نه دکا رپېدا کولو غوښتنه کوي

دغو تصدېو له کلونو کلونوراهېسې په صنعتي ترانسپورتي اونورو برخو کې کم او زېات فعا لېت درلود

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت