|
٥٠٠٠٠ تنه افغان پوليس روزل شويدي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
متحده ايالات تکل لري چې د افغانستان د ملي پوځ تر څنگه د دغه هيواد د ملي پوليسو په اداري او تشکيلاتي اصلاحاتو په ملياردونو ډالر ولگوي . له افغانستان سره د امريکې د امنيتي همکارۍ د دفتر مشر تورون جنرال جان برينن وويل په پام کې ده چې دغه پيسې د پوځ په روزلو سربيره دملي پوليسو په مسلکي روزنه ،وسلو وسايلو او د پوليسي مرکزونو او ستشنونو په جوړولو ولگول شي . د پوليسو د مياشتنۍ تنخواه ډيريدل هم د اصلاحاتو يوه مهمه برخه بلل کيږي . په ټوله کې د مرستو هدف د امنيت له اړخه په خپلو پښو د افغانستان دريدل ښودل شويدي . په افغانستان کې د پوليسو په اصلاحاتو او ريفورم کې د امريکې مخامخ ورگډيدل يو نوى پرمختگ دى . د روان کال تر نيمايې پورې دغه چاره د المان او برتانيې په غاړه وه . خوله تير جولاې راهيسې امريکا نه يوازې د خپلو دغو متحدينو لاسنيوي ته وردنگلي بلکې اوس داسې بريښي چې د پوليسو د ريفورم د پلي کيدو ډير بار يې هم په خپله غاړه اخېستى دى . د افغانستان لپاره د متحدو ايالاتو د امنيتي همکارۍ د دفتر مشر تورن جنرال جان برينن د دوشنبې په مازديگر خبريالانو ته وويل چې هيواد يې د افغانستان لپاره د پوځ د روزلو تر څنگه په دې برخه کې هم پراخو مرستو ته ژمن دى . جنرال برينن د دغو مرستو دقيقه اندازه ونه ښوده خو دا يې د راتلونکو څو کلونو دننه په ملياردونو ډالر وبلل . د ملي پوليسو په تړاوو يوه لويه نيوکه د پوځ په تناسب د پوليسو د مياشتنۍ تنخواه د کمي له اړخه ده . ده په دي اړه ولسمشر کرزي ته د يوه پلان د ورمخې ته کولو خبره هم وکړه . دا ډول يې په نوي نورم د پوليسو د تنخواه د ويش پيل د ولسمشر له لورې د همدغه ورمخې ته شوي پلان له لاسليک کيدو سره جوخت وباله . په مياشتنۍ تنخواه سربيره د د هيواد په کچه د پوليسو د اوو سيمه يزه قوماندانيو ، روزنيزو مرکزونو او پوليسي ستيشنونو جوړول او د وسلو ، مهماتو ، سامان الاتو او وسايطو له اړخه د پوليسو پراخ لوژيستيکي اکمالات هغه څه دي چي د ښاغلي برينن په وينا امريکايان يې د راتلونکو څو کلونو لپاره د لگښت ورکولو ته چمتو دي . جنرال برينن دا هم وويل چې د پوليسو د اړتياوو او اکمالاتو په سلو کې ٥٠ به د راتلونکوشپږو يا نهو مياشتو په موده کې پوره شي . د افغانستان لپاره د ملي پوليسو ټول شمير د ٦٠ زرو په شاوخوا کې ښودل کېږي چې د چارواکو په وينا له دې نه شاوخوا ٥٠ زره کسانو لومړنۍ روزنې ليدلې او اوس تر اساسي روزنې لاندې نيول کيږې . ها خوا د ملي پوځ شمير ٧٠ زره ټاکل شوچې له مينځه يې تر اوسه ٣٠ زره کسان روزل شوي او د پلان له مخې به يې پاتي ٤٠ زره کسان د ٢٠٠٧ م کال تر پايه وروزل شي . د امريکايانو او د هغوې د متحدينو باور دادى چې د روزلي پوځ او پوليسو په رامينځ ته کيدو سره به افغانستان له امنيتي اړخه په خپلو پښو ودريږي او په دې تړاوو به له دې اړخه د دوې له اوږې نه اوسنى پيټى سپک شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||