|
نړىوال بانک افغانستان ته نوره مرسته منلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان لپاره دنړيوال بانک د څانگې مشر جان مازورل وايې چې د نړيوال بانک په دغې ٨٠ ميليونه ډالرو نوې وړيا مرستې سره به ، د هيواد د پر مختيا او د بيوزلۍ د کچې د ټيټولو لپاره ، دولت وکولي شي چې خپلې وړتياوې لا لوړې کړي . دده په وينا ،د وړتياوو په لوړيدو سره به دولت ته دا شونتيا ترلاسه کړي چې د هيواد د بيارغونې او د بيوزلۍ له اوسني حالت څخه د خلکو د ژوند د ايستلو په برخه کې گټور پرواگرمونه جوړ او پلي کړي . د نړيوال بانک اقتصادي کارپوه ستيفن گيمبرت باور ښيي چې دغه مرسته به ، په افغانستان کې د ېوې کارندې ، رڼې او حساب ورکوونکې ادارې د رامينځته کولو چاره گړندې کړي . دۀ وويل (( موخه داده چې په هيواد کې کليدې ادارې جوړې شي . دارنگه هڅه به کيږي چې ددولت وړتيا پورته شي او وتوانيږي چي اغېزمنې تگلارې رامينځته او پلي کړي او دي سره جوخت خللکو ته د وړو خدمتونو په وړاندې کولو سره ، په هيواد کې د بيوزلۍ په وړاندې مبارزه وکړي .)) دده په وينا ، ددولت د وړتياوو پورته کولو ته ځکه لومړيتوب ورکول کيږي چې له دې پرته دولت نشي کولي چې د امنيت ، اقتصاد او د خلکو د ژوند د ښه کيدو په برخوکې شته ستونزې اوارې کړ ي. تير کال ، په افغانستان کې د ادارې د پياوړتيا لپاره د نړيوال بانک د لومړنۍ پروژې په پلي کيدو سره ، چارواکي وايې چې دولت د اقتصادي اصلاحاتو په ډگر کې د پام وړ پر مختگ کړى دى . تر ډيره د ادارو چارې ډاډېزې شوي ، ادارې پر مختللي او عصري شوي ، د بوديجې او پيرولو نوي قانونه رامينځته شوي دي . دارنگه ، تير کال په سلو کې اته د افغانستان اقتصادي وده ، د همدغو پر مختياوو او ادارې جوړونې پايله بلل کيږي او تمه کيږي چې روان کال به دغه سلنه ١٤ ته پورته شي . که څه هم چې د افغانستان د مالي وزير ډاکتر انوارلحق احدي وايې چې دولت ، ددې وړتيا لري چې نړيوالې مرستې په اغيزمنه توگه ولگوي ، خو داسي ښکاري چي نړيواله ټولنه د دولتي ادارو پر وړتيا باور نلري او افغانستان ته دميلياردونو د افغانستان لپاره دنړيوال بانک د څانگې مشر جان مازورل وايې چې د نړيوال بانک په دغې اتيا ميليونه ډالرو نوې وړيا مرستې سره به ، د هيواد د پر مختيا او د بيوزلۍ د کچې د ټيټولو لپاره ، دولت وکولي شي چې خپلې وړتياوې لا لوړې کړي . دده په وينا ،د وړتياوو په لوړيدو سره به دولت ته دا شونتيا ترلاسه کړي چې د هيواد د بيارغونې او د بيوزلۍ له اوسني حالت څخه د خلکو د ژوند د ايستلو په برخه کې گټور پرواگرمونه جوړ او پلي کړي . په همدې حال کې د تير په پرتله د ښوونې اوروزنې او روغتيا په برخو کې هم يو لړ پرمختگونه رامينځته شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه په افغانستان کې نړيوالی مرستی څه ډول ولګيدې ؟02 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستان د افغانستان له مرستو مننه وکړه22 اکتوبر, 2005 | خبرونه افغانستان له امريکا سره مرسته کړې ده04 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||