BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:50 گرينويچ 2005 ,22 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان د افغانستان له مرستو مننه وکړه

زلزله ځپلي
د پاکستان زلزله ځپلي لا هم مرستو ته سترگه په لاره دي .
د پاکستان پوځ ددغه هيواد له زلزله ځپلو سره د افغانستان د دفاع وزارت د مرستو مننه کړيده .

د پاکستان د پوځ لوې درستيزسليم حيات په همدې اړه د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسيون له رئيس ډگر جنرال شير محمد کريمي سره د تيلفوني تماس په ترڅ کې شوې مرستې د اړو پاکستاني وگړو د ستونزو په کمولو کې ارزښناکه بللې دي .

تر دې مهاله د افغانستان د دفاع وزارت د مرستو ډلگۍ د چورلکو په مرسته د پاکستان زلزله ځپلو سيمو ته د اړتيا وړ لس ټنه توکي ليږدولې او د ډلگۍ روغتيا پالو د ١٤١ ټپيانو درملنه هم کړيده .

د يوه بل خبر له مخې د افغانستان د روغتيا وزارت د پاکستان په زلزله ځپلو سيمو کې له اړو وگړو سره د مرستې په موخه د تيتانوس د واکسينو د استولو تکل کړيدى .

د وزارت چارواکو ويلي چې دوې لږ تر لږه ٢٠٠ زره دوزه د تيتانوس واکسين چمتو کړي او ډير ژر به يې په پاکستان کې زلزله ځپلو سيمو ته واستوي .

د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف وايي د دۀ هيواد د بيا رغاونې لپاره پنځو ميلياردو ډالرو ته اړتيا لري .

تر اوسه پورې نړيوالو ٦٥٠ ميليونه ډالره له پاکستان سره مرسته کړې ده چې تر ټولو ډيره مرسته د ترکيې له خوا شوې ده .

ترکيې تر اوسه ١٠٠ ميليونه ډالره نغدي او ٥٠ ميليونه ډالره د مرستندويو توکو په ډول پاکستان ته ورکړي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت