|
ناټو: پنجوايي به بيا ودانه کړو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي د هيواد په سويل د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ به په بيلگه اېز ډول ورغوي . ددغو قواوو ملکي وېاند مارک ليتي بي بي سي ته وويل چې د ناتو يو شمير غړو هېواد ونو ددې موخې لپاره تر اوه ميليونه ډالرو زېاتې پېسې بېلې کړي دي . په دغو پيسو به په ولسوالې کې د بېارغونې هغه چارې ترسره شي چې د خلکو ورته سخته اړتېا ده پنجوايي دکندهار سويل لوېدېز ته پرته ولسوالۍ ده چې د طالبانو يو پياوړى مرکز وو چې څه موده مخکې د ناټو ځواکونو د دوه اونيو سختو جگړو په نتېجه کې دغه ولسوالۍ د طالبانو له ولکې څخه واېستله . په بيلگه اېز ډول د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ بيا رغونه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د نوي تگلارۍ يوه برخه ده چې غواړي پر دولت او نړيوالو ټولنې د خلکو د باور د رامېنځته کولو لپاره ، د اورپکو سره د جگړې ترڅنگ ، په پراخه توگه په سيمو کې د بيارغونې چارې هم پر مخ بوځي . د ناټو د ځواکونو وياند لوک کنېتېنگ ، د پنجوايي ولسوالۍ بيارغونه د همدغې تگلارې د پلي کولو پيل بولي او وايي چې ولسوالۍ بيارغونې ته په بيل شويو دغو څه باندې اوه ميلونو ډالرو سره به د بېارغونې هغه پروژې ترسره شي چې د سېمې خلک ورته سخته اړتېا لري . (( د ولسوالي د قومي مشرانو او سېمه اېزو چارواکو سره تر سلا مشورې وروسته دې نتېجې ته ورسېدو چې د کندهار د ښار سره د ولسوالۍ نښلونکي سړک جوړ کړو . دارنگه پلان لرو چې ښوونځي او روغتېايي مرکزونه ورغول شي او وېالې جوړې شي . دغه کار به خلکو ته دا شونتېا په لاس ورکړي چې د کرنې چارې په ښه توگه پر مخ بوځي .)) د کندهار ښار سويل لو ېديز په څلويښت کېلو متري کې د پنجوايي و لسوالۍ د طالبانو ېو پياوړى مرکز وو چې وروستيو مېاشتو کې د سختو جگړو شاهده وه . د ځينو احصاېو تر مخه دغلته شاوخوا دوه سوه زره کورنۍ ژوند کوي . دغه ولسوالي څه موده مخکې د ناتو ځواکونو له خوا ددوه اونيو سختو جگړو په نتېجه کې د طالبانو له ولکې څخه ووېستل شوه . د ولسوالۍ د زرگونو کسانو په څير ېو اوسيدونکي ېې پر دولت او ناټو غږ کوى چې په جگړو کې ورته د اوړېدلي زېان په بدل کې ورسره مرسته وکړي . د ناټو ملکي وياند تر ېوه حده خلکو ته د اوړېدلي تاوان پخلى کوي او وايي ولسوالۍ کې د بېارغونې په لړ کې به سېمه اېزو خلکو سره مرسته وشي چې د بېارغونې د پروژو په پلي کولو سره هم ورته د کار شونتېا برابره شي او هم ېې کورونه بېرته ودان شي . (( له هغو خلکوسره به چې کورونه ېې په جگړو کې وېجاړ شوي ، مرسته وشي چې خپل کورونه جوړ کړي . وار دمخه ولسمشر حامد کرزي دغو خلکو سره د مرستو لارښوونه کړې . . خو لکه څنگه چې د پنجوايي ځېني خلک وايي دوى راتلونکې کې د ولسوالۍ د امنېت په اړه اندېښمن دي ځکه پخوا داسي شوي ووچې کله د امرېکا په مشري اېتلافي ځواکونو ېوه سېمه نېوله ، څه مودې وروسته ېې بيرته خوشي کوله او طالبانو بيرته نېوله . خو د ناټو وېاند ښاغلى کنېتنگ وايي چې د ناتو ځواکونه به دغه لوبه بيا تکرار نه کړي . ((لاهم پنجوايي ولسوالۍ کې څنگه چې اړتېا ده امنيت ندى خوندې . خو خلک باېد فکر ونه کړې چې دلته امنېتې تشه شته . سيمه کې د اېساف ، ملي پوځ او ملي پوليسود ځواکونه د شته والي تر څنگ هڅه روانه ده چې نور کومکي پوليس هم سېمې ته ورسېږي )) دده په وينا تر هغې چې اړتېا وي د ناتو ځواکونه به هلته پاتي شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||