BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:43 گرينويچ 2006 ,28 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستاني گوندونو د دېوال او ماين مخالفت وکړ

د ډيورنډ کرښه
د سه شنبې په ورځ د پاکستان له پريکړې وروسته افغان حکومت ، ملگرو ملتونو او اوس پاکستاني سياسي گوندونو دغه پريکړه وغندله
پاکستان کې بعضو مذهبي او سياسى ډلو د پاکستان لخوا د ډيورنډ په کرښه
د ديوال جوړولو او ماينونو د ښخولو مخالفت کړى دى.

پاکستان د سه شنبې په ورځ په پوله د ماينونو د ښخولو او ديوال جوړولو اعلان وکړ چې د اسلام آباد په وينا افغانستان ته د جنګيالو د ورتګ مخه ونيسي.

د جماعت اسلامي د سرحد ايالت مشر سراج الحق اعلان وکړ چې که چيرې حکومت دغه پريکړه واپس وانه خيسته د پاکستاني حکومت پر ضد به احتجاجى کمپاين پيل کړي.

د سراج الحق په وينا په پاک – افغان پوله ديوال لګول به د دواړو غاړو پښتانه وويشي چې هغوى د پېړو راهيسې يو بل سره تړل شوي دي.

د جماعت اسلامي دريځ
 ديوال لګول به د دواړو غاړو پښتانه وويشي چې هغوى د پېړو راهيسې يو بل سره تړل شوي دي
سراج الحق

هغه زياته کړه چې د پاکستاني حکومت پريکړه به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيکې نورې خرابې کړي او دا چې دا پريکړه د پاکستان او صوبه سرحد په ګټه نه ده.

ملت پال عوامي نيشنل ګوند د اطلاعاتو سيکتر زاهد خان هم په پوله د ماينونو ښخولو او ديوال لګولو په پريکړه انديښنې څرګندې کړي دي .

هغه دا پريکړه د پښتون ولس د بيلولو يوه دسيسه وبلله او ويې ويل چې عوامي نيشنل ګوند به يې په کلکه مزاحمت وکړي. هغه ټينګار وکړ چې پښتانه به هيڅ کله هم د ډيورنډ کرښه ونه مني .

د مخالف مسلم ليګ (ن) ډلې مشر راجه ظفرالحق وويل چې ديوال لګول به مسالې حل نه کړي هغه زياته کړه چې ديوال لګول او ماينونه ښخول به منفى آغيز ولري.

عوامي نشنل گوند
پښتانه به هيڅ کله هم د ډيورنډ کرښه ونه مني .

مخالف پيپلز ګوند هم د پاکستاني پريکړې په مخالفت کولو سره وويل چې دا ګام
د پاکستان د خارجي تګلارې ناکامي په ګوته کوي.

د پيپلز پارټۍ مشر مخدوم امين فهيم وويل چې د ماين لګولو پريکړه ښيي چې د پاکستان حکومت هيڅ پاليسي نه لري نو پرې د نظر څرګندونه بې معنى ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت