BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:42 گرينويچ 2006 ,27 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په قبايلي سيمو کې تاوتريخوالى

د افغانستان او پاکستان په گډه پوله چې په افغانستان کې دطالبانو د حکومت له سقوط وروسته د نړيوالو پام ځانته راړولى دى ، د لويديځ مطبوعات وايي چې په راتلونکي پسرلي کې په افغانستان او د پاکستان په قبايلي سيموکې د بريدونو د مخنيوي لپاره بايد پوځي گام واخيستل شي.

دا مطبوعات ادعا لري چې په قبايلوپه ځانگړې توگه شمالي وزيرستان کې د پاکستان د حکومت او ځايي قبايلو ترمنځ له تړون وروسته د طالبانو د حکومت په څير اداره رامنځ ته شوې ده.

افغان پاکستان سرحد
د افغان او پاکستان سرحد

افغان حکومت تور لگوي چې د افغانستان بيلابېلو برخو کې بريدونه همدې ځاى څخه تنظيميږي، پاکستان هر وخت دا دول تورونه رد کړي دي او ويلي ېې دي چې افغانستان سره پولو ته نزدې سيمو کې ېې لس گونه زره پوځيان ځاى په ځاى کړي دي.

دا اونۍ بحث کې دې ته کتنه لرو چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې واک چا سره دى؟

د پاکستان حکومت هلته څومره اغيز لري چې د کابل په خبره هلته د بريدونو د پلانونو مخنيوى وکړي، نړيوال په ځانگړې توگه د ناټو رول څه دى.

ايا امريکا په اسلام اباد دومره فشار اچولى شي چې يوخوا کابل مطمين شوى وي اوله بله پلوه د جنرال پرويز مشرف حکومت د اسلامي گوندونو لا زيات سياسي مخالفت سره نه وي مخامخ شوى .

د جگړيز حالت دوام د پولې دواړې خوواو سيميو باندې د پرمختگ په لړ کې څومره اغيز لري؟

دا موضوع د نظر خاوندانوهر يو له پاريس څخه د روان چارو له شننونکي ډاکټر روستار تره کي، له کابل ورځپاڼه ليکوونکي فضل الرحمان اوريا، او له پېښوره خبريال او څيړونکي سليم ساپي سره څيړو.

کوکناراونيز بحث
افغانستان کې کوکنارو باندې د دواشيندنې گواښ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت