BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:32 گرينويچ 2006 ,19 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې کوکنارو باندې د دواشيندنې گواښ

په افغانستان کې د کورنېو او نړېوالو څيړنو ترمخه د تېرو څو کالو نو په پرتله څښکال په افغانستان کې د کوکنارو کروندې کې زياتوالى راغلى دى، په ملگرو ملتو کې د د نشه ايي توکو او جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې يا يو اين ډي سي ترمخه د زياتوالى سلو کې شپيته دى.

کوکنار
د کوکنارو کرونده د ډېرو افغانانو د عايد يواځينۍ ذريعه ده

د کوکنارو کرونده چې يو خوا ېې د ډېرو افغانانو د عايد يواځينۍ ذريعه ده له بله پلوه ېې حکومت له بهرني فشار سره هم مخامخ کړى دى ، همدا علت دى چې افغان حکومت اړمه ورځ اعلان وکړ چې د اړتيا پر مهال به له زمکې په دې کروندو کيمياوي مواد شيندي.

د حکومت دې دريځ سره په افغانستان کې د ملگرو ملتو ادارې هم مخالفت ښودلى دى او ويلي ېې دي دې سره به چاپيريال ته زيات زيان ورسيږي.

نن دې بحث کې هڅه کوو معلومه کړو هغه څه عوامل دي چې څښکال د کوکنارو کرونده دومره زياته شوه چې حکومت ان ورباندې د دوا شيندنې گواښونه کوي، که دا دول داو شيندل کيږي په خلکو او چاپيريال به ېې اغيز څه وي، خلک ولې د کوکنارو په کروندې اصرار لري.

دا او نورې پوښتنې به له کابل مخدراتو وزارت کې د عامه اړيکو او پوهاوي رياست ريس سيداعظم دافغانستان د بشري حقوقو او چاپيريال ساتنې د نادولتي ادارې مشر عبدالرحمان هوتکي سره وڅيړو، او په په ننگرهار کې له يوه کرونده فريد سرتور څخه به واورو چې کرونده ولې د کوکنارو کر ته دوام او ورکوي او حکومت بايد څه وکړي چې کرونده گر به د کوکنارو له کرلو څخه لاس واخلي.
.

ستاسې غږستاسې غږ
د افغانستان د ملي شورا د کار يو کال
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت