 | | | تاسې گران اورېدونکي د افغانستان د ملي شورا د يوه کال کار څنگه ارزوئ؟ |
يو کال دمخه ټيک همدا شپې ورځې په افغانستان کې ملي شورا چې د ډيموکراتيکو ټاکنو په نتيجه کې ټاکل شوې وه، خپل کار په رسمي ډول پيل کړ. دغه کال په هيواد کې د امنيت له خرابوالي سره هم مهاله شو چې د ژوندانه نژدې ټول نوراړخونه يې تر اغيز لاندې راوستل. شورا د حامد کرزي د حکومت د تعديل او تاييد تر څنگ، يو شمېر قوانين، لايحې او فرمانونه هم تصويب کړل چې تر کړکېچ وروسته د قانونيت بهير ته د افغانستان په بيا ستنولو کې مرسته وکړي. خو دا کال همدا راز پر خپلو استازو د ولس د باور د کمېدو شاهد و: د بي بي سي او اى بى سي نيوز د يوې وروستۍ نظر سنجونې له مخې اوس په سلو کې يوازې ٥٩ افغانان فکر کوي چې پارلمان ددوى د گټو لپاره کار کوي، په داسې حال کې چې کال دمخه دغه باور په سلو کې ٧٧ و. ولسشمر حامد کرزي د شورا د دواړو مجلسونو- مشرانو جرگې او ولسي جرگې کارونه په تېر يوه کال کې ارزښتناک بللي او ستايلي دي. خو تاسې گران اورېدونکي د افغانستان د ملي شورا د يوه کال کار څنگه ارزوئ؟ د وکيلانو برياوې څه وي او نيمگړتياوې يې کومې دي؟ که غواړى پدې خپرونه کې برخه واخلى په دي پته خپل بريښنا ليکونه راواستوى د بريښناليک پته: [email protected] يا هم د پنچشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې راته په مستقيم ډول زنگ راووهۍ. شميره مو ده : ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ د ولسي جرگې د يوه کلن کار په اړه ځينې برېښنا ليکونه محمد جاويد- اسلام آباد، پاکستان: د پارلمان جوړول د ټول افغان ولس لپاره يوه ښه نښه وه، خو له بده مرغه کار يې کمزورى او د ولس د هيلو مخالف راوخوت. وکيلان پر دې بوخت شول چې څنگه خپل معاشونه لوړ کړي او د خلکو غوښتنې يې له پامه وغورځولې. دوى ته وکيل کېدل ددې پر ځاى چې مسووليت وبرېښي، امتياز گرځېدلى دى. سيدرحمان بهير، هريپور، پاکستان: د افغانستان پارلمان د هيواد د ستونزو د غوڅولو پرځاى، ډېر پام د خپلو امتيازونو زياتولو ته کړى دى. له بلې خوا ډېر وکيلان يا په کې جې بې، يا سي آى اې او يا په آى اېس آى پورې تړلي دي، نو ولس به څنگه پر دوى باور وکړي. پوښتنه مې داده چې ولسي جرگې د افغانستان لپاره څه کړي دي؟ شمس الرحمان- اسلام آباد، پاکستان: زموږ د پارلمان غړي يو پر بل د بوتلونو په ويشتلو او د سختو ټکو په کارلوکې ښه مهارت لري، نه زموږ د بېوزلي ولس د ستونزو په غوڅولو کې. د پارلماني ټاکنو لپاره د منډو ترړو پر مهال، دوى ژمنې کولې چې زموږ خدمت به کوي، چې زموږ ژوند به ښه کوي او د قانون د حاکميت د رامنځ ته کولو هڅې به کوي. خو په عمل کې دوى ددې لپاره په پارلمان کې ناست دي چې څنگه د ځان غم وخوري او څه ډول حکومتي شتمنۍ خپلې کړي. موږ خپل يو وکيل هم نه دى ليدلى چې زموږ سيمې ته راشي او له خلکو نه وپوښتي چې ستونزې يې کومې دي. خالق پښتون- لندن، برتانيا پر ولسي جرگې زموږ باور په دريو دليلونو کم شوى دى: پښتو په کې لږه کارېږي، د امنيت په ښه والي کې يې څخه ونه کړل او د اقتصادي ستونزو د حل هېڅ پروگرام يې وړاندې نه کړ. خليل رحمان نبي زوى- دوبۍ، عربي متحد امارات يو کال تېر شو خو موږ په حالت کې هېڅ ښه والى ونه ليد. خلک له لوږې مري او وکيلان ځانو ته د تنخواوو ډېرېدل غواړي. افغانستان يوازې کابل نه دى، لږ د باندې هم ووځئ او حالات وگورئ.... که موږ يو بل ته لاسونه ورنه کړو بريالي کېدلى نشو. محمد ولي بهسودوال- ډيلى، هند پارلمان د يوه کال په اوږدو کې يو شمېر کارونه کړي چې د يادولو وړ دي. خو هيوادول بايد وپوهېږي چې موږ شل کاله په جگړو کې تېر کړي او د هرڅه بيا رغول وخت غواړي. ځکه چې ورانول ډېر آسان دي خو بيا رغول ډېر گران. |