BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:23 گرينويچ 2006 ,17 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کريم رحيمي : ترهگر له پاکستانه را اوړي

ترهگر بريد
افغان حکومت ادعا کوي چي زياتره بمي بريدکونکي له پاکستانه افغانستان ته رااوړي
افغان دولت وايي په وروستيو څو اونيو کې يې د لسگونو ترهگرو بريدونو مخنيوى کړى او گڼ کسان يې په دې تړاو نيولي چې وايي زياتره يې له پاکستانه رااوښتي

د ولسمشر وياند کريم رحيمي په کابل کې ېوه خبري کنفرانس ته وويل د ترهگرو بريدونو په تورډير نيول شوي کسان له پاکستان نه افغانستان ته را اوښتي . خو ددغو کسانو د پيژندگلوى په اړه يې د جزيياتو له ورکولو ډډه وکړه

.ښاغلي رحيمي په کابل کې د تيرې ورځي بريد ته په اشارې سره چې يواځې ځان وژونکى پکې ووژل شو وويل د هرې ورځې په تېرېدو سره د ترهگرو بريدونو دمخنيوي په برخه کې دامنيتي ځواکونو وړتيا ډيريږي .

دولسمشر کرزي وياند په خپل اونيز کنفرانس کې د لسگونو ترهگرو بريدونو دمخنوي په موضوع ښه تم شو او په ډاگه يې کړه چې امنيتي ځواکونو ډيربريدونه له پيښيدو وړاندې شنډ کړي .

کريم رحيمي په دې تړاوو د يو زيات شمېر کسانو د نيولو يادونه وکړه چې دده په وينا له پاکستان نه افغانستان ته را اوښتي . خود خبريالانو د گڼو پوښتنو سره سره يې د دغو نيول شويو کسانو د هويت په اړه جزييا ت ورنکړل .

وياند رحيمي وويل له گا ونډي پاکستان نه د ترهگرو بريدونو دترسره کولو لپاره درا اوړيدونکو په اړه يې اندېښنې زياتې شوي .
(( دترهگرو هغه ستره برخه چې له پاکستان نه را غلي وو له پولې تر را اوښتو وروسته دوى تعقيب او ونيول شول. ددوى پلانو نه کشف او بريدونه يې تر وخت وړاندې شنډ شو چې دا دامنيتي ځواکونو لپاره يوه بريا ده . خو داچې له پاکستان نه را اوړي زموږ انديښنې يې زياتې کړي دي .))

دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې را هيسې دځانمرگو بريدونو او د سړک دغاړې د بمي چاودنو په کچې کې په څرگنه زياتوالى راغلى .

دې کار په حکومت سربېره له نړيوالو ټولنو او خلکو سره هم اندېښنې زياتې کړېدي . په تېره دې ته په کتو سره چې ددې بريدونو مخنيوى هم په خپل ذات کې يوه لويه ننگونه ده .
خو ښاغلي رحيمي د کابل وروستي ځان مرگي بريد ته په اشارې سره وويل چې او س امنيتي ځواکونه کولاى شي د ترهگرو موخې شنډې کړي . دکابل د تېرې ورځې دځان وژونکي موټر پوليسو محاصره کړى وو چې د پوليسو په وينا له مجبوريته يې ځان پکې والو ځاوه.

افغان دولت په دې اړه په وار وارخپلې انديښنې له پاکستان سره شريکې کړې او څو څو ځله د دواړو هيوادونو ترمنځ په دې اړه خبرې شوي چې له کبله يې ددواړو ولسمشرانو تر منځ لفظي بريدونو هم زور اخيستى .

افغان چارواکو په دې اړه له وړاندې خپلې اندېښنې په ډاگه کړې او د راپورونو له مخې يو ځل خو افغان ولسمشر خپل پاکستاني سيال ته داسې اسناد هم وسپارل چې په هغه هېواد کې ديو شمير داسې ځايونو په اړه معلومات پکې وو چې دافغان چارواکو په وينا ترهگر و ته پکې روزنه ورکول کيږي . خو پاکستان تل دا تورونه ردکړيږ

خو يوځل بيا ښاغلي رحيمي په دې ډگر کې دپاکستان هڅې نا کافي وبللې . او ټينگار يې وکړ چې پر دغه موضو ع به د ډيورنډ د پولې ددواړو غاړو دقومي مشرانو په جوړيدونکي جرگه کې هم خبري وشي .

ددغې جرگې په جوړيدو څو اونۍ وړاندې په واشنگټن کې دافغان پاکستان او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ هوکړه وشوه چې ښاغلى کرزى او مشرف هم پکې دگډون هوډ کړى

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت