|
ډيس براون: د افغان امنيت لپاره بايد پولې خوندي شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
برتانيا د دفاع وزير ډيس براون وايي په افغانستان کې د امنيت د خوندي کولو لپاره تر بل هر څه لومړى د دغه هيواد د پولو د خوندي کولو په لور د پام اړول پکار دي . ښاغلي براون افغانستان ته د سفر په مهال بي بي سي ته په خپلو څرگندونو کې د افغانستان-پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې د مخالفانو پوځي فعاليتونه د افغانستان او سيمې ثبات ته يوه لويه ننگونه بللې . د برتانيا د دفاع وزير دا هم ويلي چې برتانيا او نړيواله ټولنه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو په ملتيا د دغې ستونزې د اوارۍ لپاره د مناسبو لارو چارو پر موندلو کار کوي . ښاغلي براون د افغانستان په تر ټولو ناکراره سويلي ولايت هلمند کې له مېشتو برتانوي ځواکونو او په پلازمينه کابل کې د ولسمشر حامد کرزي په گډون له افغان لوړ پوړو امنيتي چارواکو سره تر لېدو وروسته له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې دغه څرگندونې کولې . ده وويل افغانستان لا هم له سختو امنيتي ننگونو سره مخ دى . ښاغلي براون په ځانگړي توگه د هلمند ولايت ته گوته ونيوله ، چيرې چې همدا اوس له تر ٥٠٠٠ زيات برتانوي سرتېري له وسله والو طالبانو سره په سختو جگړو کې راښکيل دي . هغه ويل: ((افغانستان لا اوس هم له سختو امنيتي ننگونو سره مخ دى . په تيره بيا د هيواد سويل او په ځانگړي توگه د هلمند ولايت . )) د برتانيا د دفاع وزير د افغانستان – پاکستان د گډې پولې دواړو غاړو ته د طالبانو او القاعده فعاليتونه د سيمې د نا امنۍ اصلي لاملونه وبلل . ده دا گڼله چې دغلته له څه مودې راهيسې د افغان پوځ او ناټو ځواکونو د عملياتو او د پولې بلې غاړې ته د پاکستاني پوځ د فشارونو له کبله ورځ په ورځ پر القاعده او طالبانو د فعاليت ساحه په تنگېدو ده . خو له دې سره سره يې ټينگار په دې و چې د پولې امنيت ته بايد لا ډير پام واړول شي . هغه وويل: (( موږ پوهيږو چې پوله ډېر مهم ځاى دى . له دې سره سره چې د پولې دواړو غاړو ته پوځي عملياتو ښې پايلې درلودې خو لا هم له دې اړخه په مخ کې پرتې ستونزې د سيمې د امنيت او ثبات په واړندې لويې ننگونې دي . که موږ غواړو چې په افغانستان او په ځانگړې توگه په سويل کې امنيت او ثبات غښتلى شي نو بيا اړ يو چې پولې ته ډير پام واړوو .)) ښاغلي براون دا هم وويل چې هيواد يې له نړيوالې ټولنې او د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره يو ځاى د دغې ستونزې د حل پر لارو چارو کار کوي . ده زياته کړه: (( دا يوه لويه ستونزه ده او موږ په خورا جديت سره هغې ته پام ساتو . موږ د نړيوالې ټولنې او د افغانستان او پاکستان د حکومتونو په ملتيا په دې برخه کې کار کوو. موږ ځينې پرمختگونه هم درلودل . خو په دې هم پوهېدل پکار دي چې ستونزې لا په مخ کې دي .)) ځينې کتونکي بيا دا گڼي چې گواکې برتانيا له دې اړخه پر پاکستان د زيات فشار د راوستو ملاتړې نه ده . ان داسې گنگوسې هم شته چې گواکې پر پاکستان د نړيوالې ټولنې د ډېريدونکي فشار له اړخه د امريکا په گډون د ناټو د نورو غړو او برتانيا تر منځ په نظرونو کې يو ډول درز هم رامينځ ته شوى دى . خو ښاغلي براون د دغو انگېرنو خلاف، ټينگار درلود چې برتانيا د ده په وينا د ترهگرۍ د ريښو د موندلو په اړه له پاکستان سره د چدي خبرو اترو ليوالتيا لري . استدلال يې دا و چې د ده په وينا د برتانوي مسلمانانو له منځه له ترهگرۍ سره د يو ځاى شويو کسانو ډيره برخه هغوى دي چې اصل نسب يې له پاکستانه ريښه اخلي او دا چې د ترهگرۍ ځينې ريښې گواکې په پاکستان کې دي . | ورسره تړلي نور خبرونه د برتانيا دوو وزيرانو افغانستان ته سفر وکړ30 مارچ, 2007 | خبرونه ناټو: پاکستان د اورپکو په مخنيوي کې مرسته کوي26 مارچ, 2007 | خبرونه 'القاعده په قبايلي سيمو د مرکزونو په جوړولو لگيا ده'24 مارچ, 2007 | خبرونه افغانستان او بريتانيا پرخپل منځي همکارى غږيږي14 فبروري, 2007 | خبرونه امريکايي وزيران له مشرف سره پر افغانستان غږيږي10 فبروري, 2007 | خبرونه نړيوال ايتلاف په طالب ځپلو پاکستان وستايۀ10 مارچ, 2007 | خبرونه حامد کرزى: د امن جرگه بايد ژر جوړه شي 16 مارچ, 2007 | خبرونه م م : د سرحد د والي خبرې د حيرانتيا وړ دي19 فبروري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||