|
'القاعده په قبايلي سيمو د مرکزونو په جوړولو لگيا ده' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ځينو رسنيو د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتو له خولې داسې رپوټونه خپاره کړي چې د القاعدې شبکه د پاکستان په قبايلي سيمو کې د پوځي زده کړو د کمپونو په جوړولو لگيا ده . د مارچ په لومړيو کې د امريکا د متحده ايالاتو مرستيال ولسمشر ديک چيني پاکستان ته د دې لپاره تللى و چې له ولسمشر پروېز مشرف څخه د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې د لا غښتليو گامونو د اوچتولو غوښتنه وکړي . خو ايا القاعده په رښتيا د بيا سمبالتيا په حال کې ده، او ايا واشنگټن د ترهگرو سره په جگړه کې بريالى دى که څنگه ؟ ولسمشر بوش په تېر اکتوبر کې ويلي و: ((په چورلټ ډول موږ بريالي يو. القاعده د تېښتې په حال کې ده . او د سپټمبر د يوولسمې نيټې د پيښې اصلي طراحان له موږ سره په بند کې دي.)) سره له دې چې جورج بوش د القاعدې پر وړاندې ځان او خپله ټلواله بريالۍ بولي، خو د هغه د دولت لوړپوړي چارواکي په پټه وايي چې د القاعدې شبکه د غښتلتيا په حال کې ده . په همدې حال کې د جورج بوش وينا او د امريکې د ملي استخباراتو د پخواني مشر هغه څرگندونې چې دوه مياشتې وړاندې يې کړې وې دا ډاگيزه کوي چې امريکايي چارواکي اوس په دې پوهېدلي چې القاعده لا هم په سيمه کې فعاله پاتې ده : هغه ويلي و: ((د القاعدې شبکه اوس مهال په پاکستان کې د خپلو پټنځايونو نه د باندې د خپل عملياتي جوړښتونه پراخوي او هڅه يې دا ده چې خپل اړيکي تر منځني ختيځه ، شمالي افريقې او اروپا پورې وغځوي.)) هغه خوندي پټنځايونه چې د امريکې د استخباراتو پخواني مشر جان نگروپونته هم ورته اشاره کړې وه او په وينا يې د پاکستان په شمالي وزيرستان کې اوس هم دغه پټنځايونه شته او له همدغه ځايه د القاعدې مشرتوب پخپلو کې غونډې کوي. د واشنگټن د جورج ټاون پوهنتون د استاد پوهاند بروس هوفمن په وينا همدغه ځايونه دي چې د القاعدې شبکې په کې کمپونه او د ترهگرو د روزلو ځانگړي ځايونه لري ، له همدغو ځايونو نه په نورو هيوادونو هم د بريدونو نقشې جوړيږي. هغه وايي: ((د څو سرچينو نه چې نوي شواهد تر لاسه شوي پکې ويل شوي چې القاعده نه يوازې د خپلې شبکې لپاره نوې تگلارې جوړوي بلکې د افغانستان پولې ته يې نژدې د شمالي وزيرستان په سيمه کې يې د ترهگرو د روزلو کمپونه جوړ کړي چې همدا اوس هم پکې ترهگر روزل کيږي .)) پروفيسر بروس هوفمن وايي په دې کې هيڅ شک نه شته چې د جولاى د مياشتې د اوومې نيټې بريدونه چې د لندن د عمومي ترانسپورټ په سيستم وشوه په هغه کې دې د القاعدې شبکې لاس نه وي . دی وايي: ((بې له شکه د جولاى د اوومې نيټې بريدونه د القاعده شبکې لخوا شوي ول. محمد صديق خان د خپلو نورو همکارانو په څېر په هغو ويديويي فلمونو کې چې ثبت کړي يې دي او د خپلو تبليغاتي ډلو له لارې يې هغه په رسنيو ويشلي، په هغه کې تر ډيره د خلکو دغه باور پياوړى کيږي چې د جولاى د اوومې نيټې د بريدونو تر سره کوونکي ټول هغه کسان ول چې د پاکستان په کمپونو کې د القاعدې په ملاتړ روزل شوي ول. او داسې شواهد هم شته چې د جولاى ٢١ په ناکامه عملياتو کې هم هغه کسان ښکېل ول چې په همدغو کمپونو کې روزل شوي او د هغې چاودنې چې د مسافر وړونکو الوتکو لپاره د تير کال په دوبي کې پلان شوې وې د القاعده شبکې له خوا طرحه شوې وې .)) له همدې امله دغه پوښتنه پيدا کيږي چې ولې امريکا هغه څه ته چې د ترهگرۍ پر ضد مبارزه وايي پنځه کاله وروسته يې بيا پام ورواوښت . په داسې حال کې چې په سلو کې ٧٥ د القاعدې د مشر تابه او ٤٠٠٠ نور غړي يې په نړۍ کې يا وژل شوي او يا هم نيول شوي دي ، نو بيا هم د القاعدې د شبکې د راټوکيدلو خبرې کيږي د پاکستان په دولت کې پخوانى سلاکار او يو تن کارپوه حسن حقاني وايي چې د دې خبرې يو لامل د القاعده شبکې پټوالى دى . دى وايي: ((د القاعده شبکې په مشرتابه کې ډير کسان په نويو څيرو او نويو نومونو را د بره شوي هغه څه چې پيښ شول دا ول چې لويديځوالو د القاعده شبکې نوم لړ په واک کې درلود يو شمير يې له منځه يوړل . او يو ځل بيا يې نوي کسان پر ځاى وگمارل شول ، همدا اوس په نړۍ کې ډيرې سترې او کوچنۍ اسلامي ډلې ادعا کوي چې د القاعدې شبکې سره تړاو لري خو په واقيعت کې د القاعده شبکه فعاله ده .)) د القاعدې شبکې دوهم ځلي يوالى تر يوه بريده د جغرافيايي شرايطو سره تړاو لري د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سيمې لرې پرتې دي او د دغو سيمو سره مرسته کول ناشونې بريښي پاکستانى خبريال احمد رشيد وايي چې د پاکستان حکومت او ان تر دې چې بريتانيايي ځواکونه هم په دې نه ول توانيدلي چې دغه سيمې تر خپل واک لاندې راولي : احمد رشيد وايي:((تاسو د هغو سيمو سره مخامخ ياست چې لوړوالى يې د پنځو زرو نه تر پنځه نيم زرو مترو پورې رسيږي دغه سيمې ډېرې لوړې ژورې لري او ډير پټنځايونه په همدغو سيمو کې دي په دغو قبايلي سيمو کې پښتانه په کلاگانو کې اوسيږي. د القاعدې او طالبانو ډير مشران هم په همدغو سيمو کې دي . هغوى اوس مهال د ځان د پټولو لپاره د ځمکې لاندې نوي پټنځايونه جوړوي چې موږ يې په اړه معلومات لرو. هلته د ترهگرۍ ډير روزنځايونه هم شته چې ٢٠ په شاوخوا کې کسان په کې روزل کيږي او دغه ډلې د چاودنو په اړه روزل کيږي . دغه سيمې هيڅکله هم په ټوله کې د پاکستان تر ولکې لاندې نه دي راغلي او په تيرو پنځو کالو کې موږ د دې شاهد وو چې د سلو په شاوخوا کې قبايلي مشران په دې تور د القاعده شبکې له خوا ووژل شول چې گواکې د دولت سره يې همکاري کوله .)) يوازې د مرگ نه د ويرې خبره نه ده چې د القاعده مشرانو دغو سيمو ته پناه وړې بلکې د پښتنو يو شمير قبيلې هم د القاعده شبکې په ملاتړ ولاړې دي . پاکستانى کارپوه حسن حقاني وايي چې په تيرو پنځو کالو کې د القاعده شبکې غړو خپلې تجربې پخې کړي دي د دغې شبکې مشران تل په حرکت کې دي او د اړيکو د ټينگښت لپاره د خپلو غړو نه کار اخلي سره د دې چې د دوى دغه هڅې پڅې دي خو د پرمختللې ټيکنالوژۍ په څير د څار وړ نه دي. خو د ټکنالوژۍ نه د کمې گټې په اخيستو سره کولاى شي پټ پاتې شي . بله خبره دا ده چې القاعده غواړي پر عراق ډير تمرکز ولري هغوى د خپلو ځوانو غړو نه غواړي چې عراق ته لاړ شي هماغه شان چې د هغوى لومړني نسل په افغانستان کې د روسانو پر ضد روزنه وليده او غښتلي شو، نو د هغوى دوهم نسل به په عراق کې پياوړى شي .)) د عراق جگړې د القاعدې لپاره بله گټه هم ورسوله او هغه دا وه چې کله دوى د زوال په حالت کې وو نو د نړيوالې ټولنې پام د عراق لورې ته واوښت او دا هغه فرصت وو چې القاعدې د خپلو غړو د پياوړي کولو لپاره مټې رابډوهلې. په واشنگټن کې د جورج ټاون د پوهنتون استاد بروس هوفمن وايي : ((زه فکر کوم چې موږ ډير زيات پخپل ځان باوري وو او داسې مو انگيرله چې القاعدې ماته خوړلې او د تيښتې په حال کې ده . سره له دې چې په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کلونو کې القاعدې سخت گوزارونه خوړلي ول. خو ستونزه دا وه چې موږ د پاکستان او افغانستان تر منځ قبايلي سيمو نه مخ د عراق په لورې واړاوه . له هغه ځايه چې تاوتريخوالى د ډيريدو په حال کې وو او داسې بريښيده چې کورنى جگړه د پيليدو په حال کې وه همدغه مهال وو چې القاعدې د دغه وخته گټه پورته کړه او بيا يې ځان چمتو کړ .)) په ريښتينې توگه واشنگټن هم د هغه څه په اړه چې پيښيدونکى وو پوه شوى وو په دې وروستيو کې ديک چيني په ناڅاپي توگه پاکستان ته سفر وکړ او د امريکايي کارپوهانو له نظره ديک چيني هغو سيمو ته سفر نه کوي چې هلته لانجمنه او کړکيچنه موضوع نه وي راټوکيدلي. خو دلته دا خبره هم د يادولو وړ ده چې پرويز مشرف امريکې ته ډير نژدې متحد پاتې شوى ، خو پاکستانى کارپوه حسن حقاني وايي چې مشرف اوس هغه گټونکې وسله نه ده چې القاعدې ته ماتې ورکړي. هغه وايي: ))امريکې پاکستان ته اف ١٦ جنگي الوتکې ورکړي او پاکستان هم تل خپل هغه توغندي و ازميل چې کولاى شي د هندوستان هره برخه په نښه کړي خو هند په اوس مهال کې دښمن نه دى او د اسامه بن لادن د لټې لپاره دغو توغنديو ته اړتيا هم نه ليدل کيږي .)) د پاکستان وتلى خبريال احمد رشيد هم له دغه نظر سره هم غږى دى ښاغلى رشيد وايي چې د ولسمشر پرويز مشرف د واک پياړمې سستې شوي او هغه د پاکستان د اسلامي ډلو د ملاتړ ليواله دى ، د ښاغلي مشرف استخباراتي سرويس پټ په پټه د طالبانو نه ملاتړ کوي او ستونزه دا ده چې القاعده هم د هماغې ونې ميوه ده. دى وايي: ((پرويز مشرف پنځه کاله په دې تير کړل چې د القاعده او طالبانو تر منځ توپير وکړي د طالبانو ملاتړ کوي او وايي چې القاعده په پاکستان کې اډه نه لري، خو له بده مرغه د هغه سياست اوس معکوسه نتيجه ورکوي. لکه موږ يې چې شاهدان يو اوس طالبان د القاعدې سره او طالبانو د پاکستان د بنسټپالو ډلو سره گډ شوي دي او همدوى پخپله د پاکستان لپاره يو جدي گواښ رامنځته کړى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه امريکا باورلري چې د القاعده مشران په قبايلي سيمه کې دي 17 جنوري, 2006 | خبرونه پاکستان : په وزل شوو کې د القاعدې مشران هم شامل دي 19 جنوري, 2006 | خبرونه کارپوهان :القاعده پياوړې شوې ده30 دسمبر, 2006 | خبرونه د القاعدې يو بل مشکوکه غړې و نيول شو04 مۍ, 2005 | خبرونه " دعراق جگړې تروريزم زيات کړىدى "24 سپتمبر, 2006 | خبرونه امريکا: د القاعدې پناه ځاى پاکستان دى12 جنوري, 2007 | خبرونه سويل ختيځه اسىا په ترهگرۍ غږيږي05 مارچ, 2007 | خبرونه "بريتانيا، د القاعدې لوى هدف"19 اکتوبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||