BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:51 گرينويچ 2006 ,30 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کارپوهان :القاعده پياوړې شوې ده

بن لادن
القاعده ددې جوگه شوې چې د افغانستان او پاکستان د گډې پولې په ياغستان کې له خپلو خوندي ځايونو نه د بريدونو د بيا سنجولو او ترسره کولو وس له سره تر لاسه کړى دى
د ٢٠٠٦ کال پېښو ته د بيا نظر اچولو پرمهال کله کله داسې زړه راښکونکى فکر رامنځ ته کېږي چې القاعده گواکې تر څه ځايه د زوال په حال کې ده.

په يوه لوېديځ هيواد کې هم بل داسې ستر بريد نه دى شوى او په عراق کې د القاعدې ځايي مشر ابومصعب الزرقاوي په پاى کې د امريکاييانو له خوا ووژل شو.

دا جالب، خو په نړۍ کې د ترهگرۍ ضد چارو د ماهرينو په وينا ناسم نظر دى.

دغه چارواکي تېر دوبى له برتانيې نه امريکا ته د روانو الوتکو د چولو ادعا ته ددې ټکي د يوه ثبوت په توگه گوته نيسي چې القاعدې د حيرانوونکو بريدونو لپاره نه خپله تلوسه بايللې او نه يې وړتيا له لاسه ورکړې ده.

که بل څه نه وي، نو القاعده د نويو کسانو د جذب او په نړيواله کچه د ځوانو مسلمانانو د افراطي کولو په برخه کې تر هر بل وخت ډېره بريالۍ برېښي.

استخباراتي سرچينې وايي چې القاعده د پخوا په څېر په عراق کې د تاوتريخوالي پارولو او د ځان په گټه د هغه کارولو ته په بري سره دوام ورکوي.

دغه راز يې ځانگړې پرمختياوې، لکه پر لبنان د اسراييلو سږنى بريد د خپل دې شعار د خپرولو لپاره په مهارت سره کارولي چې وگورئ مسلمانان په ټوله نړۍ کې تر بريدونو لاندې دي.

د لوېديځ استخباراتي ټولنې د يوه سازمان په توگه د القاعدې له سره ارزونه سرته رسوي. هغوى فکر کاوه چې پر افغانستان بريد به القاعده هسې د تشو پاروونکو خبرو د مشر دريځ ته کښته کړې وي او مشران يې هم ددې پرځاى چې کوم خطر پېښ کړى شي زيات له نيول کېدو نه د ځان د ژغورلو په هڅه کې شوي دي.

خو دوى اوس داسې بولي چې القاعده ددې جوگه شوې چې د افغانستان او پاکستان د گډې پولې په ياغستان کې له خپلو خوندي ځايونو نه د بريدونو د بيا سنجولو او ترسره کولو وس له سره تر لاسه کړى دى.

يوه جگپوړي امريکايي چارواکي په دې وروستيو کې ويلي وو چې د القاعدې خطر تر پخوا ژور شوى او پياوړى شوى دى. په ټوليز ډول په لوېديځ کې نظر دادى چې سره له دې چې پر القاعدې تاکتيکي برى همداسې شته او روان دى، خو ستراتېژيک انځور تت برېښي او د ترخې اسلامي اورپکۍ له لاسه پېښ خطر کم شوى نه دى او لگيا دى د خورا ډېروالي خواته زور کوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت