BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:07 گرينويچ 2006 ,17 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا باورلري چې د القاعده مشران په قبايلي سيمه کې دي

په وزيرستان کې پاکستاني پوځيان
پاکستاني پوځيانو په وزيرستان کې څوځلي عمليات وکړل خو تراوسه ندي بريالي شوي چې د القاعده ستر مشران ونيسي
د تروريزم ضد لوړپوړو امريکايي چارواکو ويلي سره ددې چې تيره اونۍ د پاکستان په قبايلي سيمه کې هوايي بريد ظاهرا ناکامه وو خو دوى باورلري چې اوسامه بن لادن اود هغه مرستيال همدغې سيمې ته نژدې وو

هنري کرمپټن (Henry Crumpton ) چې تر تير کاله پورې د سي آى اې يو لوړ مامور وو او اوس د تروريزم ضد چارو کې د امريکا استازى دى بي بي سي ته وويل اوس هم برتانيا او اروپا د القاعده د بريدونو هدف دى

ښاغلي کرمپټن بي بي سي ته وويل گمان کوي چې اوسامه بن لادن او ايمن الظواهري د افغانستان ا و پاکستان ترمنځ سرحدي سيمه کې اوسيږي

ښاغلى کرمپټن دغه سيمه ښه پيژني ځکه چې د طالبانو پرضد د امريکا د جگړې په وخت کې ېې هلته د طالبانو د نسکورولو لپاره هڅې پر مخ بيولې

هغه خبردارى ورکړ چې د القاعده ستراتيژيک هدف دادى چې پر امريکا ، برتانيا او اونورو اروپايي هيوادو باندې بريدونه وکړي

خو هغه انکار وکړ چې گواکې امريکايان نيول شوي کسان او بنديان شکنجه کوي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت