|
حماس وايي د القاعدې مشوره نه مني | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فلسطيني حماس ډلې د القاعدې د مرستيال ايمن الظواهري هغه خبرې رد کړي دي چې وايي د فلسطيني ادارې او اسراييلو ترمنځ د سولې د شوو موافقو پروا دې نه کوي. بي بي سي سره په خبرو کې د حماس يو مشر او د فلسطيني پارلمان غړي ډاکټر محمود رماحي وويل ددوى ډله د القاعدې د اغيز لاندې نه شي راتلى . داکټر رماحي وويل حماس په امريکا ، مادريد او لندن کې د القاعدې بريدونه غندلي دي ده په دې خبره تاکيد وکړ چې حماس د سوله ايزو او دېموکراتيکو لارو حکومت کولو ته ژمنه ده ده وويل وسله واله مبارزه وروستۍ چاره ده خو حماس دې ته لومړى والى ورکوي چې له سوله ايزه لاروخپل هدف ته ورسيږي. په خپل ويدويي پيغام کې ښاغلي زرقاوي دغه راز مسلمان هېوادونه هڅولي دي چې هغه اروپايي هېوادو سره اړيکي وشلوي چې د اسلام پيغمبر حضرت محمد ص ته منسوب کاريکتورونه ېې چاپ کړي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||