BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:17 گرينويچ 2006 ,25 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف: امريکا د القاعدې د شکمنو په بدل کې پيسې راکولې
د ښاغلي مشرف کتاب
د پروېز مشرف په کتاب کې د ټايمز په ليکنه داسې جزييات شته چې بې له شکه به د امريکا له حکومت او په تېره استخباراتو سره په اړيکو کې ستونزې رامنځ ته کړي
ولسمشر مشرف له خولې ويل شوي چې د القاعدې په شک د لسگونو نيول شويو کسانو د سپارلو په بدل کې يې له واشنگټن نه پيسې ترلاسه کړي دي.

د لندن ټايمزورځپاڼې ځينو هغو رازونو ته اشاره کړي چې د ښاغلي مشرف په کتاب - "دجگړې پر ليکه" کې راغلي دي. ورځپاڼه ليکي ښايي يو شمېر دغه رازونه له لوېديځ سره د پاکستان اړيکو ته زيان ورسوي.

ورځپاڼې سر له دوشنبې (د سپټمبر له ٢٥) څخه په پرله پسې ډول د ولسمشر مشرف د کتاب خپرول پيل کړي دي. په همدې پلمه ډانيل مک گروى "د جگړې پر ليکه کتاب ارزولى" چې دلته يې لنډيز وړاندې کېږي:

د پروېز مشرف په کتاب کې د ټايمز په ليکنه داسې جزييات شته چې بې له شکه به د امريکا له حکومت او په تېره استخباراتو سره په اړيکو کې ستونزې رامنځ ته کړي.

ښاغلى مشرف مني چې له امريکا نه يې د القاعدې د شکمنو د سپارلو په بدل کې پيسې ترلاسه کړي، خو مقدار يې نه ښيي. د ورځپاڼې په ليکنه د امريکا قانون د ترهگرو خلاف جگړه کې ملگرو دولتونو ته ددغه ډول جايزو ورکول بندوي او يوازې ځانگړو افرادو ته يې د القاعدې او طالبانو په اړه د گټورو معلوماتو د ورکړې په بدل کې اجازه ورکوي.

ټايمز ادعا کوي چې د جنرال مشرف په کتاب کې د ځينو جزيياتو افشا کېدو د پاکستان د حکومت ځينې غړي اندېښمن کړي چې ښايي له لوېديځ سره اړيکو ته زيان ورسوي.

ولسمشر مشرف په خپل کتاب کې هڅه کوي چې د يوه وطنپال پاکستاني په توگه وښيي چې په حساسه شېبه کې د ملي گټو لپاره حساسې پرېکړې کولى شي. دى ليکي:

"هغه اساسي پوښتنه چې زه ورسره مخامخ وم، داوه چې آيا د طالبانو په خاطر د ځان تباه کول زموږ له ملي گټو سره سمون لري اوکه نه؟ آيا هغوى دومره ارزښت لري چې موږ يې په خاطر ځانوژنه وکړو؟ ځواب په غوڅ ډول دا و چې نه!"

ټايمز ليکي چې د جنرال مشرف کتاب به د برتانيې له استخباراتو سره هم په اړيکو کې کړکېچ رامنځ ته کړي، ځکه چې ادعا کوي يو برتانوى ترهگر چې اوس په پاکستان کې د مرگ له سزا سره مخامخ دى، په اصل کې د برتانيې د بهرنيو استخباراتو جاسوس و.

جنرال مشرف وايي ددې لپاره يې د پټو استخباراتي عملياتو او امرييکا ته د ٦٨٩ شکمنو د سپارلو جزييات په ډاگه کړل چې د هغو کسانو خولې بندې کړي چې وايي پاکستان د القاعدې خلاف ډېر څه نه دي کړي.

خو د جنرال اصلي مخاطبين پخپله پاکستانيان دي. دى په کتاب کې ځان د يوه داسې چا په توگه انځوروي چې د امريکا زور ته ندى تسليم شوى.

د ټايمز په ليکنه، ښاغلي مشرف په خپل کتاب کې راوړي چې د امريکا له خوا ځورولو سخت په قهر کړى وچې په کلکه يې ترې د سپينې ماڼۍ د ملاتړ غوښتنه کوله. پروېز مشرف وايي هماغه مهال يې خپل پوځي قوماندان راوغوښتل چې د داسې پوځي تمرينو په اړه ورسره وغږېږي چې که امريکا له اجازې پرته د پاکستان په خاوره کې عمليات پيل کړل، مقابله يې وکړي.

خو ټايمز ليکي چې په پاکستان کې خلک د غه کتاب ته د يوې داسې هڅې په سترگه گوري چې غواړي د راتلونکي کال په اکټوبر کې تر ټاکنو دمخهځان خلکو ته لا گران کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت