|
پاکستان : په وزل شوو کې د القاعدې مشران هم شامل دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پا کستان حکو مت وايي دوي د هغو بهرنيانو د هويت په څرگندولو کار کوي چي ويل کيږي د جمعې په ورځ افغانستان پولو ته ورڅيرمه د پا کستان په يوه قباييلي سيمه کې د امريکايانو په بمبارد کې وژل شوي . د جمعې د ورځې په دغه بمبارۍ کې ١٨ تنه وژل شوي خو تر اوسه پورې د امريکايي رسنيو هغه رپورتونه په خپلواکه توگه نه دي کره شوي چې وايي په وژل شوو کې لږ تر لږه د القاعدې درې جيگپوړي مشران هم شامل دي . د ادعا له مخه په دغو وژل شوو کسانو کې يو هم د القاعدې د شبکې لوړ رتبه بم جوړونکى مدت ال مصري دي . همدا راز د رپورتونو ترمخه د وژل شوو بهرنيانو په ډله کې د القاعدي د دوهم جيگپوړي مشر ايمن الظواهري د زوم نوم هم اخستل شوى. په سيمه کې شنونکي وايي که د القاعده شبکي د مشرانو د وژنې دغه رپورټونه کره شي دا به د نوموړي شبکې لپاره لږه تر لږه په سيمه يو ستر گذار وي په پاکستان کې مذهبي گوندونو ددغوبمبارۍ پرضد د هغه هېواد په بيلا بيلو ښارونو کې د امريکا ضد يو لړ احتجاجي لاريونونه وکړل . په خپله د پا کستان حکو مت هم د امريکا سفير وروغوښت او ورته يې خپل احتجاج په ډاگه کړ. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||