BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:01 گرينويچ 2005 ,27 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کويت د القاعده يوې ډلې ته سزا ورکړه
کويټ
د تير کال په لومړيو کې په کويت کې له اورپکو سره د امنيتي ځواکونو په نښتو کې يو شمير کسان ووژل شول
په کويت کې يوې محکمې شپږ اسلامي اورپکي له القاعدې سره د ادعا شوي تړاو له امله په مرگ محکوم کړي دي.

د محکومو شويو کسانو درې کويتيان دي او درې نور يې بې وطنه عرب بلل شوي دي.

دوى د هغو شاو خوا ٣٠ کسانو په ډله کې وو چې د د ٢٠٠٥ کال د جنوري ( مرغومى ١٣٨٣ ) په مياشت کې له امنيتي ځواکونو سره له يوې وسله والې نښتې وروسته نيول شوي ول.

ډېرى نور يې د بند په سزا محکوم شول او يوه ته د عمر قيد سزا ورکړل شوه، خو اووه تنه يې سپين وگڼل شول.

پر دوى ټولو تور وو چې د ټاپو وزمې د زمريانو په نامه له يوې ډلې سره يې تړاو لاره او په عراق او سعودي عربستان کې يې اورپکي لرل.

د کويت پوليسو وويل ځېنو يې منلې چې د متحده ايالتونو د پوځي مرکزونو او په کويت کې د لويديځوالو پر نورو گټو يې د ځانمرگو بريدونو پلان لاره.

د دوى وکيلان وايي چې تر شکنجې لاندې اقرار ته اړ شوي دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
د الظواهري ليک ونيول شو
08 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت