BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:14 گرينويچ 2005 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د الظواهري ليک ونيول شو

الظواهري د اسامه ښى لاس بلل کيږي .
د نړۍ د دوو تر ټولو مخکښو اسلام پالو مشرانو ترمنځ هر ډول خبرې اترې د لويديځو حکومتونو لپاره د خورا لوى اهميت وړ دي .

د امريکا د دفاع د وزارت وياند د ليک د محتوى په برخه کې يوازې په عمومي ټکو کې خبرې کولې .

دۀ دا نه ويل چې دغه ليک يې څرنگه او څه وخت ترلاسه کړى دى يوازي دومره وايي چې دغه ليک په دې وروستيو کې نيول شوى دى .

خو دى وايي چې په دغۀ ليک کې ايمان الظواهري د عراق د کنترولولو پر پلانونو خبرې کوي او ورپسې گاونډيو هيوادونو ته د سخت دريځيتوب د غځولو يادونه کوي .

د وياند تر مخه دى په عراق کې اورپکو جنگياليو باندې ټينگار کوي چې پر جوماتونو باندې بمي بريدونه ونه کړي او يرغمل نيول شوي ونه وژني ځکه چې دا کار به نور مسلمانان ورڅخه زړۀ توري کړي .

د پينتاگون وياند وښووله چې القاعده د دۀ په وينا د عراق د جگړې پر اهميت پوهيږي .

دا لومړى ځل نه دى چې د القاعدې تر ټولو لوړ پوړي کس له خپل پټ ځاى څخه له ابو مصعب زرقاوي سره تماس ټينگوي .

د دغه ډول خبرو اترو ښکاره کول بې له شکه چې د ولسمشر بوش د ادارې هغه د ډير وخت پخوا کړې خبره تقويه کوي چې په عراق کې جگړه له نړيوالې ترهگرۍ سره تړلې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت