|
واشنگتن د ترهگرۍ خلاف لاچټکې هلې ځلې غواړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملې امنېت په برخه کې د امرېکې د ولسمشر سلاکار ستېفن هدلي وېلي دي چى امرېکا ، افغانستان او پاکستان باېد د ترهگرۍ د له مېنځه وړلو لپار ه خپلي هلي ځلي زېاتي کړي . نوموړي په افغانستان کى د خپل رسمې سفر په ترڅ کې نن په يوه خبري کنفرانس کى ووېل چى امرېکا له پاکستان سره همکاري کوى چى د ترهگرۍ په وړاندي په مبارزه کى ېې وړتېا پورته شي خو زېاته يې کړه چى دغه مبارزه ډېر مهال ته اړتېا لرى . د ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو له ټاکنو وروسته افغانستان ته دا د امرېکې د يو لوړ پوړي چارواکي لو مړنى سفر دى .دملي امنيت په برخه کى د امريکې د ولسمشر مرستيال ستېفن هدلي په افغانستان کى د پارلماني ټاکنو هرکلى وکړ او زياته ېې کړه چى دغه ټاکنې پر افغانستان سربېره په سېمه کى هم د ولسواکۍ د برياليتوب لپا ره ارزښتمنې دي . دده په وېنا ، که څه هم چى د تېر په پرتله ، په افغانستان کى ېو لړ پر مختگونه رامېنځته شوېدي ، خو وايې چى دولت په هېواد کى د اداري فساد او نشه ېي توکو په وړاندې په مبارزه او د امنيتې ادارو د جوړښت او اقتصادي بنسټونو د رغونې په برخه کې له سختو ننگونو سره مخامخ دى . خو ده ډاډ ورکړ چى نړېواله ټولنه او امرېکا به ، پر دغو ننگونو د لاسبري په موخه له دولت سره خپلو مرستو او همکارېو ته دوام ورکړي . د ملي امنيت په برخه کې د امريکې د ولسمشر مرستيال ،د ترهگرې په وړاندي د مبارزې د غزولو او د پاکستان د هغه وړاندېز په تړاو چى د افغانستان او پاکستان په گډو پو لو کى اوسپنېزي کټاري جوړي شي ، د پو ښتنو په ځواب کى ووېل چى د افغانستان او پاکستان پولې ته نژدې داسې ډلې شته چې همهاله ، د امريکا ، افغانستان او پاکستان امنيت ته گواښ پېښوي . ښاغلى هډلي وايي: ((موږ له داسې دښمن سره مخامخ يو چى د خپلو کړنو د توجيه لپاره له اسلام څخه ناسمه انگېرنه لري. دوى غواړي چى د حکومتونو په له مينځه وړلو سره په سيمه کى خپل واک ټېنگ کړي . د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه نړېواله ځانگړنه لري چې امرېکا ، افغانستان ، پاکستان او ېو شمېر نور هېوادونه يې مهم کړي دي . اوس مهال د افغانستان او پاکستان گډو پولو ته نژدې داسيې ډلې شته چې زموږ د هېوادونو امنيت ته گو ا ښ را مېنځته کوى . له همدې کبله پر ترهگرۍ د برېالېتوب لپاره درې واړه هېوادونه بايد خپلې استخباراتي او پو ځي همکارۍ زېاتې کړي )).
د ښاغلي هډلي په وېنا امرېکا له پاکستان سره مرسته او همکاري کوي چى د ترهگرۍ په وړاندي مبارزه کى ېې وړتېاوي زېاتې او پېاوړي شي . خو په همدې حال کې واېي چې د افغانستان په سوېل او سوېل ختېځو سېمو کى د عملياتو په ترسره کولو سره ، امرېکايي ځواکونه هڅه کوى چى ترهگر او طالب پاتي شوني و ځپي. دغه راز ښاغلي هډلي ، د طالبانو د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو لکه د طالبانو د واکمنۍ د باندنېو چارو د وزېر مولوې وکېل احمد متوکل ، د امر با لمعروف او نهې عن المنکر د ا دارې د مشر مولوي قلم الدين او په پاکستان کى د طالبانو د واکمنۍ دسفير ملا عبدالسلام ضعېف د خلاصون په تړاو ووېل چى دا په دې معنا نده چى هغه شمېر طالبان چى پر جناېتونو تورن دي ، له محکمې خلاص شي . خو ده ووېل چى د ملې پخلاينې تگلاره چى په هېواد کى د تاوتريخوالي د کمولو او له جگړي نه د طالبانو د ېو شمېر غړو د لاس اخېستو په موخه د دولت له خوا پر مخ ځي ، په هېواد کى د سولې او پايښت لپاره گټوره ده . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||