|
د کابل دچاودنې په اړه لومړني رسمي معلومات | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملکې کسان د پو ځ د هغو څلورو موټرو چلوونکي دي چى په چاودنه کى له منېځه ولاړل. ددفاع وزارت وياند د ټپيانو له خولې وايي چې له پېښې مخکې د پېښي په ځاى کى يوتن چې پوځي جامي ېې اغوستې وې او د تورنۍ د پو ځي رتبي نښه ېې پر اوږ و وهلې وه له موټر ساېکل سره سېمه کى لېدل شوى ، خو وايي د څېړنو له بشپړېدو څخه مخکې نشي وېلي چى چاودنه به د نوموړي کس له خوا د ځان مرگې بريد له کبله رامينځته شوى وي او که څنگه . ښاغلي عظيمي د چاودنې پړه د تل په شان ، د هېواد او خلکو ددښمنانو پر غاړه واچوله او څرگنده يې نه کړه چى کومې ځانگړې ډلي دغه چاودنه ترسره کړې . خو لطېف الله حکيمي چى ځان د طالبانو وياند بولي په ټېلېفون کى بي بي سي ته ويلي چى بريد طالبانو ترسره کړى اوتر سره کوونکى يې ملاسردار نومېده چې دکابل اوسېدونکې وو. دغه چاودنه د چارشنبې د ورځې په مازېگر د حربې پوهنتون وره ته نژدې هغه مهال رامېنځته شوه چىد ملې پو ځ د روزنې د مرکز ېو گڼ شمېر پو ځېان خپلو کورونو ته د تللو لپاره په بسونو کې د سپرېدو لپاره ټول شوي وو . له دغې چاودنې وروسته خلک د ېو شمېر هغو اوازو څخه چى گواکې د القاعدې شبکې د افغانستان په مختلفو ښارونو کى د چاودنو لپاره خپل ېو شمېر کسان دننه کړي دي ، اندېښمن شول ، خو ښاغلي عظېمې دغه ا وازې بې بنسټه وبللې اوزېاته يې کړه چى د دفاع وزارت کشفي اورگانونه داسې راپورونه نلرى چى گنې القاعدي به د ورانکارو او ځان وژونکو نوې ډلې افغانستان ته ور استولې وي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||