 | | | پاکستاني پوځ د اورپکو پر ضد عملياتو ته له ډيره وخته پلانونه جوړ کړي دي . | د پاکستان پوځ د شمالي وزيرستان په سيمو کې د شک وړ اسلام پالو اورپکو پر ضد خپلو عملياتو ته دوام ورکړى دى .گڼ شمير سرتيرو چې چورلکې هم ورسره ملې وې د شکمنو اورپکو په پټنځايونو بريد کړى دى . په لسگونو زره نور هغه پاکستاني پوځيان چې د ډيورنډ په کرښه پراته دي د تيار سى په حالت کې دي چې د افغانستان په لور طالب اورپکې وانه وړي او هلته د پارلماني ټاکنو پر وخت گډوډي پيدا نه کړي . پاکستاني پوځ وايي په پوله باندې يې ٥٠ نوې پوستې جوړي کړي دي چې باغيان پورې وانه وړي . |