 | | | بوش وويل په تيرو څلورو کالو کې د امريکا په خاوره د القاعدې د درو بريدونو مخه نيول شوې ده . | ولسمشر بوش وايي په عراق کې وسله وال مخالفت د القاعدې او نورو اسلام پالو اورپکو له لورې د يوې پراخې تگلارې برخه ده چې غواړي له دغۀ هيواده د بشريت پر ضد په خپله جگړه کې لوى مورچل جوړ کړي . د بيلا بيلو موضوعاتو په يوۀ وينا کې ښاغلي بوش مصر ، اردن او پاکستان هغه هيوادونه وبلل چې پکې اورپکو دا باور لارۀ چې بالاخر به واک ترلاسه کوي . ولسمشر زياته کړه دا د اورپکو د هغۀ پلان يوه برخه وه چې غوښتل يې يوه سخت دريځې اسلامي امپراتوري جوړه کړي چې له اسپانيا تر اندونيزيا به خپره وي . دۀ تنقيد کوونکو ته خبردارى ورکړ دا به يوه خطرناکه تېروتنه وي چې فکر وکړي متحد ايالات به په عراق کې خپل ځاني زيان کم او ترې ووبه وځي . ښاغلي بوش دا هم وويل چې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر له ١١ نېټې راهيسته لږ تر لږه د بريدونو ١٠ داسې هڅې شنډې شوي چې د القاعدې له خوا وې په دغو کې درې د امريکا په خاوره کيدونکې وې . دۀ نور جزييات ورنه کړل . |