 | | | د نيويارک ښاروال وايي دغه گواښونه تر اوسه پورې تر ټولو دقيق دي . | د نيويارک د عامه ترانسپورت سيستم کې امنيټ ټينگ شوى دى . د نيويارک د پوليسو مشر رې کېلي وويل چارواکو داسې معلومات ترلاسه کړي چې په راتلونکو ورځو کې به د مځکې لاندې د اورگاډي سيستم د ترهگرو د بريد نخښه شي . دۀ وويل د پوليسو گزمې او پلټنې ډيرې شوي دي دۀ سپرليو ته خواست وکړ چې د کڅوړو ، لاسي بکسونو او د وړو کراچيو له کارونې ډډه وکړي . د نيويارک ښاروال مايکل بومبرگ وويل دا گواښ تر اوسه پورې تر ټولو ډير دقيق دى . دۀ پر خلکو غږ وکړ چې بيداره واوسي او د هر شکمن شي رپورټ ورکړي . مامورينو وويل د دغۀ گواښ نور جزييات نه ښکاروي . د دغې خبردارۍ لومړى خبر د ولسي جرگې د کورني امنيت د کمېټې د مشر پيټر کينگ له خوا ورکړل شو هغۀ خبريلانو ته وويل چې د نيويارک د پوليسو مشر ورته ويلي چې د باور وړ امنيتي گواښ شته دى .
|