|
سور صليب: گوانتانامو کې حالت جدي دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وياندې اناتولا نتوريو وويل هلته زندانيانو د خوراک نه کولو اعتصاب کړى او حالت يې جدي وو خو دې دا ونه ويل چې سرۀ صليب د خپل سفر په ترڅ کې څه وليدل . د امريکا پوځ وويل چې ٢٨ زندانيان د خوراک نه کولو په اعتصاب اخته دي . پوځ د نه خوړو اعتصاب هغه بولي چې څوک پکې په پرله پسې توگه نهه ځله ډوډۍ ونه خوري . يوۀ پوځي وياند وويل د نه خوړو په اعتصاب د اختوو کسانو حالت له کلينيکي پلوه سم دى او له اړتيا سره سم خواړۀ او اوبه ترلاسه کوي . د ځينو زندانيانو وکيلان وايي د دې مانا دا ده چې ځينو کسانو ته په زور خواړۀ ورکول کيږي . يوۀ برتانيوي وکيل کلايو ستيفورد سمېت پر امريکايي پوځ تور ولگاوۀ چې ناروغان په خپلو بستروونو باندې تړي چې د خوراک ستنې ورکړي . يوه بل وکيل په اعتصاب د بوختو کسانو شميره تر هغه ډيره لوړه وښووله چې امريکايي پوځ يې يادوي . ځينې وايي چې په کمپ کې د نژدې ٥٠٠ کسانو له ډلې ٢٠٠ تنه له خوړو ډډه کوي . په گونتانامو کې د نه خوړو د اعتصاب لومړنى رپورټ په جولاى کې ورکړل شو . پوځ وايي ځينو کسانو کله ناکله په دې اعصاب کې برخه اخيستې چې د خپلو شرايطو په باب شکايت وکړي او بيا يې بيرته په عادي خوراک پيل کړى دى . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||