 |  جنرال بيري وايي چې د افغانستان او د پاكستان ملګرتيا په سيمه كې د سولې په مانا ده | په افغانستان كې د ايتلافي ځواكونو مشر جنرال ايكين بيري وويل چې غواړي د افغانستان ټولو ولايتونو ته سفر وكړي او ځان له امنيتي وضعې او ځان د بيارغاونې له چارو خبر كړي . ده چې په مزار شريف كې د ملي اردو د ۲۰۹ لمبر شاهين قول اردو له مركز او ځواكونو ليدنه كوله راته وويل چې په شمال كې له امنيتي پلوه هيڅ انديښنه نه لري خو زياته يې كړه چې يو څه ننونې هم شته چې د ملي اردو ، پوليسو او ايساف په مرسته په دې كار كوي چې امينيت نور هم ښه كړي ،او هيله يې وښوده چې پارلماني ټاكنې به په افغانستان كې په برياليتوب سره تر سره شي . ددې پوښتنې په ځواب كې چې طالب جنګياليو ګواښنه كړې چې ټول ټاكنې به له خنډ سره مخ كوي او كانډيډان به وژني تاسو فكر كوى چې د طالبانو دا ادعا تر كومه د انديښنې وړ ده ؟ د ايتلافي ځواكونو مشر وويل، نه ، هغوى خطر ناكه او وحشي دي. له هغې مودې چې پر طالبانو بريدونه پيل شوي دي هغوى ښودلې ده چې د بې ګنا خلكو ، ماشومانو او ښځو په وړاندې بريدونه كوي ،هغوى غواړي افغانستان د تيارې په لور بوځي لكه ددوى د خپل حكومت په څير ،خو مونږ تاسې ته بشپړ ډاډ او ګرنټي دركو چې د پوليسو ملي اردو او نړيوالو ځواكونو په مرسته به يې بيرته وشړو . افغان چارواكو په بيا بيا ويلي دي چې پاكستان په خپله خاوره كې ترهګرو ته ځاى وركړى او د هغه هيواد له خاورې څخه طالب جنګيالي او نور ترهګر پر افغانستان بريدونه كوي ، چې دا خبره په دې وروستيو كې په يوه مركه كې د پاكستان يوې وتلې مذهبي څيرې او د جمعيت علماي اسلام مشر مولانا فضل رحمان هم كړې وه. د ورته پوښتنې په ځواب كې جنرال بيري وويل چې د پاكستان او افغانستان ملګرتيا په سيمه كې د سولې په مانا ده. |