BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:34 گرينويچ 2005 ,10 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شکمنو طالبانو د ٦ افغان پوليسو سرونه پرې کړي

شکمنو طالبانو د ٦ افغان پوليسو سرونه پرې کړي
افغان چارواکي وايي د مخکينو بريدونو په شان، دا ځل هم اورپکي له پاکستان څخه ورننوتي او بېرته همغې خواته تللي
په افغانستان کې حکومتي چارواکي وايي شکمنو طالب اورپکو د پوليسو د لږ تر لږه شپږو افسرانو سرونه پرې کړي دي.

د هلمند والي وويل چې د پوليسو مړي او سرونه د ديشو په ولسوالۍ کې غورځول شوي وه.

دغه پوليس د شنبه پر ورځ له هغه وروسته يرغمل شوه چې د گزمې پر کتار يې بريد وشوه. د هغو لږ تر لږه څلور نور ملگري په ډزو کې ووژل شول.

آخوا د طالبانو د هغې ادعا کوم خپلواک پخلى لاندى شوي چې وايي د يو تري تم شوى امريکايي پوځي سر يې د هېواد په ختيځ ، کنړ ولايت ، ور پرې کړى دى.

امريکايي پوځيان وايي لا هم د ورک شوي پوځي په لټه کې دي.

کابل کې زموږ خبريال اندريونارت په خپل ريپوټ کې وايي چې د هلمند چارواکو ويلي چې د پوليسو بې سره مړي د پاکستان له پولې ډېر لرې نه دي موندل شوي.

د هېواد په جنوب او ختيځ کې د پرله پسې تاوتريخوالي په لړ کې ، دا پېښه د بې رحمۍ له پلوه د ټولو په سرکې راځي.

 د پوليسو بې سره مړي د پاکستان له پولې ډېر لرې نه دي موندل شوي
د هلمند چارواکې

په حقيقت کې دا لومړى ځل نه دى چې شکمن طالب ياغيان له دې ډول تکتيکونو څخه کار اخلي. د افغان پوځ له څو سرتېرو نه مخکې هم سرونه پرې شوي وه.

اندريو نارت وايي د دغو ټولو موخه ، نژ دې په يقين سره دا ده چې د هغو پوليسو او پوځيانو چې په دغو لرې پرتو سيمو کې عمليات کوي، لا ډېره وېره واچوي.

زموږ خبريال وايي دا افغان پوليس او پوځيان دي، نه په عملياتو کې برخه وال زرگونه امريکايي پوځيان ، چې تر ټولو ډېره مرگ ژوبله گالي.

افغان چارواکي وايي د مخکينو بريدونو په شان، دا ځل هم اورپکي له پاکستان څخه ورننوتي او بېرته همغې خواته تللي.

د پاکستان له ډاډينو سره سره چې وايي د دغه ډول تېرېدو را تېرو د مخنيوي لپاره ټول هغه څه چې په وس لري کوي، افغان چارواکې لاهم په دې باور دي چې گاونډى يې په دې اړه پوره هلې ځلې نه کوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت