BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:36 گرينويچ 2005 ,05 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان حکومت په کنړ کې په ملکى وگړو بمبارې غندلې دى

کنړ
لودين د افغانستان دننه د وروستيو نا امنيو پړه په بهرنيو ورانکارو واچوله چى هدف يى دده په وينا د انتخاباتو د بهير گډوډول او د افغانستان له لارى له ترکمنستان نه پاکستان ته د غا زو د نل ليکى د غزولو د پروژى شنډول دى
جاويد لودين چى په دى وروستيو کى د ولسمشر حامد کرزى د دفتر د ريس په توگه گمارل شوي ، د دولت د وياند په توگه په خپل وروستى خبرى کنفرانس کى د کنړ په ولايت کې د امريکايى الوتکو د بمباريو په ترڅ کې د ملکى وگړو د وژول کيدو پيښى ته په اشارى سره وويل چى ولسمشر کرزۍ ددغې پيښې له امله خورا خواشينى دي او هيڅ داسى دليل نه ويني چې له مخى يي دغه وژني توجه کړى شى.

په ټوله کې د ښاغلى لودين ټينگار په دى وو چى ښايى د دغه ډول تيروتنو تکرار نور د افغانستان د خلکو له زغمه وتلې خبره وي.

د افغانستان خلک بايد له هغو فعاليتونو نه چى موږ يى د ترهگرۍ خلاف تر سره کوو تاوان ونه ويني . هغوى له موږ سره دى ، د افغانستان له دولت سره دى او له اتلافى ځواکونو او نړيوالى ټولنى سره دى . که چيرى د ترهگرۍ خلاف جگړه کى ملکى وگړى وژل کيږى او تاوان وراوړى نو دا به له دى زيات خلکو ته د منلو وړ خبره نه وى .

د رپوټونو له مخې ١٧ ملکى وگړى د تيرى جمعى په ورځ دکنړ په ولايت د پيچ درى د ولسوالۍ اړوند د غره په لوړه د چيچل په نامه په يوه پراته کلي د امريکايى الوتکو د بمباريو په ترڅ کى ووژل شول .

News image
تر بمبارۍ وړاندى همدغه کلى ته په ورڅيرمه غرونو کى د امريکايى سرتيرو يوه ډلگۍ هم ترۍ تمه شوه چى تر دى مهاله يى بيرته يوازى يو سرتيرى موندل شوى . ورپسى همدغلته د همدغو ورکو سرتيرو په لټه راوتلى يوه امريکايى چورلکه هم ظاهرا د مخالفانو له لورى وويشتل شوه او ١٦ تنه سپرلۍ يى ووژل شوى .

د مخالفانو له لورى د بريدونو پراختيا ته په اشارې سره ښاغلى لودين په ټوله کى د نا امنۍ د دغو ورستيو پيښو پړه په بهرنيو ورانکارو واچوله او زياته يى کړه چى دغه ډول ورانکاري د پولو له آخوا نه د سيلاب په څير د افغانستان په لورى راسم شويدي .

ده په همدى تړاوو د يوى پوښتنى په ځواب کى څه موده وړاندى د هغو دريو پاکستانيانود نيول کيدو يادونه هم وکړه چى د ادعا له مخى يى په افغانستان کى د امريکى د پخوانى سفير زلمۍ خليلزاد د وژلو تکل درلود او په همدى تور د افغان امنيتى ځواکونو تر گرويگنو لاندى دى.

افغانستان خلک بايد له هغو فعاليتونو نه چى موږ يى د تره گرۍ خلاف تر سره کوو تاوان ونه وينى
جاويد لودين
دا په داسى حالکى ده چى د پاکستان حکومت لا له وړاندى د دغو کسانو د هويت د ډاگيزه کيدو غوښتنه کړى او ددغه هيواد د باندينيو چارو د وزارت وياند جليل عباس جيلانى خو ان په کابل د پاکستان حکومت ته د نيول شوو کسانو په تړاوو د معلوماتو د نه ورکولو له کبله د دپلوماسۍ د اصولو د پښو لاندى کولو ترو هم لگولى وو .

د ښاغلى لودين انگيرنه له لويه سره دا وه چى مخالفان او دده په وينا د افغانستان دښمنان په دى لټه کى دى چى له يوى خوا د پارلمانى انتخاباتو بهير گډ وډ کړى او له بل لورى د داسى يوه انځور په وړاندى کولو سره چى گواکى په افغانستان کى امنيت ښه ندى ، د افغانستان له لارى له ترکمنستان نه پاکستان ته د غازو د نل ليکى د غزيدو پروژه شنډه کې

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت