 |  ښاغلي کرزي دغه څرگندونې په پلازمېنه کابل کې د واليانو سيمينارته کړې دي | د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هيواد په واليانو غږ کړى چى په سيمه يزو ادارو کې د بهرنيو جاسوسانو د نفوذ مخه ونيسي .ښاغلي کرزي واليانو ته له کاره د هغو مامورانو د شړلو هم ويلي چې له بهرنيو کړيو سره د شکمنو اړيکو د درلودو شک پرې راځي . حامد کرزي دغه څرگندونې د هيواد په سويل او ختيځ کې د وروستيو نا امنيو تر شا په پلازمېنه کابل کې د واليانو سيمينار ته کړې دي . ددې تر څنگ ښاغلي کرزي په وروستيو څو مياشتو کې د حکومت لاس ته راوړنې هم ارزولې دي . ولسمشر کرزي ويلي ددولت هرکارکوونکى که له بهرنيو استخباراتي چينلونو سره داړيکو شک پرې وشي محکمې ته سملاسي وسپارل شي .  |  که ددولت په هرکارکوونکى له بهرنيو استخباراتي چينلونو سره داړيکو شک وشي نو سملاسي دې محکمې ته وسپارل شي  ولسمشر حامد کرزى | ښاغلي کرزي ددغوکسانو دنومونو له اخستلو ډډه وکړه خوواليانو اوقوماندانانو ته يې وويل چې ددې کسانو څارنه دې کوي. دا لومړى ځل دى چې ولسمشر په افغان دولت کې دبهرنيو جاسوسانو دشته والي خبردارى ورکوي .حامد کرزي داهم زياته کړه چې په ځينو ځايونوکې دحکومتي کسانو دناسم چلند له امله دخلکواو دولت ترمنځ واټن رامنځ ته کوي. نوموړي وويل چې دا مسله به ستونزې رامنځ ته کړي اوافغانستان به يوځل بيا په کورنى جگړه واوړي اوبهرني هيوادونه به دبحران رامنځ ته کيدو ته خوشحال وي او غواړي چې بيا په دې ملت حاکم شي |