BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:06 گرينويچ 2005 ,19 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په جرمني کې المتصدق د سيپټمبر ١١ دبريدونو په تور محاکمه شو
News image
دا لمړني کس دي چي د سپټامبر د ١١ بريدونو په تور محکومه کيږي
د محکمې دا پرېکړه حيرانوونکې ده.په عمومي ډول اټکل دا وو چې له ورته تور نه د محکوم د مراکشي ملگري تر سپينېدلو وروسته به منير المتصدق هم سپين وگڼل شي.

ډېر هغه شواهد چې دده په محکومولو کې وکارېدل هماغه وو چې په لومړۍ محاکمه کې کارېدلي وو، خو دا پرېکړه په ستره محکمه کې واړول شوه.

نوي شواهد د القاعده له مهمو شکمنو، په ځانگړي ډول د يوه يمني وگړي - رمزي الشيبه له تحقيقاتو نه تر لاسه شوي چې د امريکا متحدو ايالتونو ورکړي دي.

الشيبه چې ويل کېږي پر امريکا د سپټمبر د يوولسمې بريدونو اصلي سمبالوونکى وو، په پاکستان کې نيول شوى دى. هغه ويلي چې څه ډول ښاغلي المتصدق د امريکا خلاف په تاوده بحث کې چې د محمد عطا په کور کې روان ووړ گډون درلود.

محمد عطا هم گواکې د سپټمبر د يوولسمې پېښې سمبالوونکى او په هغو الوتکو کې د يوې پيلوټ وو چې د نيويارک په برجونو ولگېده.

د المتصدق لپاره اووه کاله بند له هغو پنځلسو کلو نه ښه دى چې په لومړي سر کې ورته د قتل په څه له پاسه دريو زرو پېښو کې د مرستې لپاره ورکړ شوى وو، خو دى لاهم حق لري چې ددې پرېکړې خلاف استيناف وغواړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت