BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:49 گرينويچ 2007 ,12 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا: د القاعدې پناه ځاى پاکستان دى

جان نيگروپونتې
د چان نيگروپونتې دغه خبرې داسې ښکاري چې په لومړي ځل دې امريکا پاکستان ته د القاعدې د مرکز په سترگه کتلي وي
د متحدو ايالاتو د استخباراتو مشر دعوه کړې ده چې د ترهگرې ډلې القاعدې مرکزونه اوس په پاکستان کې دي .

تر اوسه پورې امريکا په دومره دقيق او ښکاره ډول نه و ويلي چې د القاعدې مشران دې چيرې پټ شوي وي .

د نړيوالې ترهگرۍ د گواښ په باب مشرانو جرگې ته د خبرو پر وخت د امريکا د استخباراتو مشر جان نيگروپونتې وويل چې د الاقاعدې مرکزونه اوس په پاکستان کې دي .

د ملي استخباراتو د مشر له خوا دغه بيان چې د معمول خلاف ډير واضح دى، ظاهرآ لومړى ځل دى چې امريکا په ښکاره پاکستان په گوته کوي چې د القاعدې د مشرتابۀ د قوماندې اوسنى کور دى . پاکستان د نړيوالې ترهگرۍ پر ضد د امريکا مهم ملاتړى دى .

د متحدو ايالاتو د مشرانو جرگې د استخباراتو کمېټې ته د وينا پر وخت جان نيگروپونتې القاعده هغه ترهگر سازمان وبالۀ چې متحدو ايالاتو ته تر ټولو ستر گواښ پېښوي .

دۀ وويل القاعدې د خپلو نړيوالو اړيکو په مټ چې له خپل مشرتابۀ څخه يې د پاکستان له خوندي ځايونو ترلاسه کوي ورځ په ورځ غښتلې کيږي .

خو دۀ اسامه بن لادن په نامۀ ياد نه کړ او نه يې هم دا وويل چې د پاکستان په کوم ځاى کې به پټ وي .

متحدو ايالاتو له ډيره وخته په پاکستان کې د اسلام پالو اورپکو له فعاليته شکايت لارۀ خو دغه ډول ښکاره دعوه به د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف ته شرمونکې وي چې ښاغلى نيگروپونتې يې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د امريکا مهم ملگرى گڼي .

ورسره تړلي نور خبرونه
د الظواهري ليک ونيول شو
08 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت