|
باوچر د کابل- اسلام اباد پر توپيرونو وغږيد | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال رچرډ باوچر اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر جنرال پرويز مشرف سره خبرې کړي دي چې ويل کيږي مهم ټکي يې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تاوتريخوالي ختمول و. دولتي او ډيپلوميټکي خبري سرچينو بي بي سي ته وويل چې ښاغلي باوچر د پاکستان او افغانستان ترمينځ په ښو اړيکو لرلو او د بې باورۍ په ليرې کولو ټينګار وکړ. رچرډ باوچر په داسې حال کې له کابل وروسته اسلام اباد ته راغلى چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ په پاک افغان پوله د پاکستان له خوا د ديوال درولو او ماينونو ښخولو وړانديز ته افغانستان د قهر نه ډک غبرګون څرګند کړ. اسلام اباد کې د جرمني سفير ويلي چې هيواد يې او اروپايي ټولنه هم د پاکستان وړانديز سره موافق نه دى. خبري سرچينې وايي چې رچرډ باوچر ولسمشر جنرال مشرف سره د سيمې د امنيت او په دوه اړخيزه مسالو هم خبرې وکړې. رچرډ باوچر تيره شپه د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام آباد ته راورسيد چې نن سهار ( جمعه د جنوري ١٢ ) يې د بهرنيو چارو له وزير خورشيد محمود قصوري سره هم خبرې وکړې. د بهنيو چارو وزارت سرچينى وايي چې د دواړو وزيرانو په خبرو کې هم مهمه موضوع د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تشنج د کمولو په لارو غور کول وو. د پاکستان تر سفر وړاندې رچرډ باوچر کابل ته هم ورغلى و او افغان مشرانو سره يې د امنيت او د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تاوتريخوالي په اړه خبرې کړې وې. د امريکې د بهرنيو چارو مرستيال وزير کابل کې يو خبري کانفرنس ته په خپله وينا کې د سخت دريځو په ضد د پاکستان هلې ځلې وستايلې. | ورسره تړلي نور خبرونه امريکا د ډيورند پر کرښه د ماينونو په اړه له پاکستان سره غږيږي11 جنوري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||