BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:07 گرينويچ 2006 ,24 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
" دعراق جگړې تروريزم زيات کړىدى "
عراق کې امريکايي عسکر
په عراق کې د تشدد د کميدو نښې نه ښکاري
د امريکا د متحدو ايالتونو استخباراتي ادارې وايي پر عراق باندې د امريکا بريد په نړۍ کې د تروريزم د زياتوالي سبب شوى او اسلامي بنسټ پالنې ته يې وده ورکړې

دا نتيجه اخيستنه د نړيوال تروريزم په هکله د استخباراتي ادارو په هغه څيړنيز راپور کې شوې چې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ترلاسه کړى
د بي بي سي د دفاعي چارو خبريال راب واټسن پدې هکله خپل راپور کې وايي :
دا لومړى ځل ندى چې دامريکا استخباراتي ادارې وايي د عراق جگړې د اسلامي افراطيت ستونزه لا سخته کړې . که څه هم د عراق د جگړې نه لامخکې استخباراتي ادارو د اسلامې افراطيونو د بريدونو د خطر په اړه خبردارى ورکړى و خو دا وروستۍ موندنې يو هراړخيزه راپور دى چې د امريکا د ١٦ استخباراتي ادارو د څىړنو نتيجه ده

نيويارک ټايمز ورځپاڼه لىکي چې په دې راپور کې ويل شوي چې پر عراق بريد او د عراق نيونې د اسلامي بنسټ پالو يو نوى نسل را منځته کړى چې په ټوله نړى کې خپورشوى

په راپور کې دا خبردارى هم ورکړل شوى چې اسلامي اورپکي چې عراق کې يې جگړه کړې ده بيرته ستنيدو سره به په خپلو هيوادو کې د بنسټ پالنې او تشدد اور ته لمن ووهي لکه هغسې چې په اتيا ومو کلونو کې د شوروي پرضد د افغانستان د جگړې نه وروسته جهاديانو وکړل

دا راپور به په سپينې ماڼۍ کې د ناکرارى سبب شي . ولسمشر بوش په خپلو يولړ وروستيو ويناگانو کې د عراق جگړه د تروريزم پرضد دجگړې مرکزي جبهه بللې .

ددې وروستي راپور له مخې داسې ښکاري چې ښايي داخبره رښتيا وي خو دا جبه امريکا خپله جوړه کړې .

په تير وخت کې ولسمشر بوش دغسې استدلال رد کړى و او ويلي و چې د عراق اوحتى د افغانستان د جگړې نه ډير مخکې هم اسلامي اورپکو له امريکا نه کرکه کوله .

د ا وروستى استخباراتي راپور ښيي چې که څه هم ښايي د سپتمبر د ١١ مې راهيسې القاعده کمزورې شوې وي خو نړيوال بنسټ پاله اسلامي غورځنگ د نوو ډلو اوکړيو په رامنځته کېدو سره پياوړى شوى چې له اسما بن لادن څخه الهام اخلي خو د هغه د مستقىم کنترول لاندې ندي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت