 | | | د لندن پر ترانسپورتي نظام د ٢٠٠٥ کال د ترهگرو بريدونو يوه بېلگه |
بريتانيا کې د ترهگرۍ ضد چارواکي وايي باور لري چې هېواد د القاعدې د يوې داسې بيا پياوړې شوې شبکې يو لوى هدف گرځېدلى چې له سره يې ې ځان سمبال کړى او تر بل هر وخته يې اوس لوى گواښ پېښ کړى دى. چارواکي وايي چې القاعدې په پاکستان کې خپل تشکيلات په پراخه توگه بېرته رغولي، سره له هغه چې له څلورو کالو يې د مشرانو د نيولو يا وژلو لپاره پوځي منډې ترړلې روانې دي. دوى وايي بريتانيا ځکه يو آسانه هدف گرځېدلى چې له پاکستان سره دوديز اړيکي لري ، او هر کال لس گونه زره کسان له بريتانيا څخه پاکستان ته تگ راتگ کوي. چارواکي وايي د دوى په باور د القاعدې شبکه اوس په بريتانيا کې د وړو حجرو يا ډلگيو يو نظام لري، لکه مخکې چې IRA لاره. هره ډلگي ځانته فعاليت کوي، او يو مشر يې څو بېلا بېلې ډلې کنترولوي. دوى وايي دغو ډلگيو لپاره هم په بريتانيا او هم په پاکستان کې روزنه ورکول کيږي. |