BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:26 گرينويچ 2007 ,05 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سويل ختيځه اسىا په ترهگرۍ غږيږي

نيول شوي ترهگر
استرلىاىى وزىر وويل ترهګر مو نيولې او محاکمه کړې او د دوى شبکې مو دړې وړې کړې دي
د سويل ختيځې اسيا شپږو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د اندونيزيا په پلازمېنه جکارتا کې سره غونډ دي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړې کې خپلمنځي مرسته پياوړي کړي.

دا غونډه چې اندونيزيا او استراليا يې په ګډه سره کوربتوب کوي په دې موخه رابلل شوي چې پر هغو پرمختياوو باندې غور وکړي چې په وروستيو څو کلونو کې په سيمه کې پيدا شوي او د ترهګرو شبکو له لورې پيداکېدونکو ننګونو ته حل لاره ولټوي.

د غونډې له پرانيستو سره له موضوع څخه د کوربنو انځور دوه خواوې لرلې. د استراليا د بهرنيو چارو وزېر اليکسانډر ډاونر ګډونوالو ته وويل چې د دوى سيمه تر بلې هرې د ترهګرۍ ضد جګړه کې زياته بريالۍ ده.

هغه ووېل، موږ د تروريستانو دسيسې شنډې کړې، ترهګر مو نيولې او محاکمه کړې او د دوى شبکې مو دړې وړې کړې دي. خو هغه وړاندې وويل چې ترهګر لاهم شته دي، لاه هم بمونه جوړوي او جنګيالي روزي چې بريدونه وکړي.

هغه ووېل په بالي کې د ٢٠٠٢ کال له چاودنو وروسته، د سيمې د هېوادونو تر منځ په همکاري کې د پام وړ زياتوالى راغلى. دغه هېوادونه اوس د ترهګرو د مالي چارو، د دوى د نيولو او محاکمه کولو په اړه معلومات سره شريکوي او په ګډه سره کار کوي چې حقوقي او اجرايوي ګامونه غښتلي کړي.

خو، د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزير حسن ويراجودا په وينا، په دې مهال کې ترهګرو شبکو خپله هم په ځانو کې بدلون راوستى. ده وويل سيمه اوس داسې کړنلارو ته اړتيا لري چې، د ده په وينا، د ترهګرو هوښيارو او راکښونکو تبليغاتو مخه ونيسي.

ده زياته کړه چې پرمختګ شوى دى، خو سيمه له دې ګواښ سره مخامخه ده چې د ترهګرو له پيغامونو سره مقابله وکړي او د پراخې ويجاړۍ وسلو ته د هغوى د رسېدو مخه ونيسي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت