|
مشرف له طالبانوسره دISI مرسته نه مني | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف وايي پر هغو ادعاوو به چې د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره آى اس آى له القاعدې او طالبانو سره مرسته کوي، د بريتانيا له لومړي وزير توني بلېر سره خبرې وکړي. ښاغلي مشرف دا ادعاوې چې د بريتانيا د دفاع وزارت د يوۀ چارواکي له خوا په ليکل شوي يوۀ سند کې راغلي په قهرېدلې توگه رد کړې. په سند کې دغه راز ليکل شوي چې پاکستان د گډوډيو په څنډه کې ده. لندن کې د دفاع وزارت دا خبره رد کړې چې داسند دې د بريتانيا د حکومت د تگلارې استازي وکړي. پرويز مشرف تر دې وړاندې په واشتنگتن کې له خپل افغان سيال حامد کرزي سره په هغو خبرو کې گډون کړى وه چې ولسمشر بوش يې په سپينه ماڼۍ کې کوربه وه ښاغلي بوش له دواړو وغوښتول چې د ترهگرۍ پر ضد گډې هلې ځلې وکړي. پاکستاني او افغان مشرانو بيا بيا پر يو بل نيوکې کړي چې افغانستان کې د بغاوت د مخنيوي لپاره پوره هلې ځلې نه کوي. | ورسره تړلي نور خبرونه مشرف: امريکا د القاعدې د شکمنو په بدل کې پيسې راکولې25 سپتمبر, 2006 | خبرونه دبوش –کرزي او مشرف گډه غونډه 27 سپتمبر, 2006 | خبرونه برتانيا : جگړه سخته ده خو گټلاى يې شو19 سپتمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||