|
دبوش –کرزي او مشرف گډه غونډه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزى او پاکستانى سيال يې جنرال پرويز مشرف په واشنگتن کې له ولسمشر بوش سره يوه گډه غونډه کوي. ويل کيږي چې ولسمشر بوش به هڅه وکړي د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې د د طالبانو پر ضد د جگړې پر څرنگوالي د دغو دواړو مشرانو اختلافونه لرې کړي. دوى دواړه په هغه څه کې د امريکا نژدې ملگري دي چې ولسمشر بوش يې د ترهگرۍ پر ضد جگړه بولي. زموږ خبرياله باربرا پلېټ له اسلام آباده په خپل رېپوټ کې وايي امريکاييان د حامد کرزي او پرويز مشرف تر منځ پر دې خبرې چې څوک د طالبانو د بيا راپورته کېدو مسول دي، په ډېرېدونکې توگه بې حوصلې شوي. دوى غواړي چې دا دوه مشران له يو بل سره همکاري وکړي. په گډو خبرو کې به همدا د ولسمشر بوش اساسي پيغام وي. حامد کرزي او پرويز مشرف دواړو په متحده ايالتو کې دخپلو لېدنو کتنو په ترڅ کې پر خپلو خبرو ټينگار کړى، چې ورسره د دوى تر منځ يې کړکېچ نور هم ژور کړى دى. حامد کرزى وويل طالبان به د پاکستان له مرستې پرته دومره کلک ځواک نه وي، او پر اسلام آباد يې تور لگولى چې د ملا عمر په شان د طالبان مشرانو ته يې ځاى ورکړى. خو پرويز مشرف د دغو ادعاوو په ځواب کې ويلي چې ستونزه په خپله د حامد کرزي په حکومت کې ده، چې پښتانه قومونه يې دومره له ځانه پردي کړي چې طالبان کولاى شي بيا پکې ځانته ملاتړ تر لاسه کړي. هغه دغه راز ويلي چې طالبان يوازې په زور نشي ماتېدى. جنرال مشرف په دې ورستيو کې د افغانستان پولې ته څېرمه له طالب پلوو قبايلي مشرانو سره د سولې يو تړون لاسليک کړ. په دې غونډه کې به نوموړى د شک کوونکي ښاغلي کرزي په وړاندې د دغه تړون ننگه وکړي. افغان مشر ويرېږي چې دا تړون به افغانستان ته د طالبانو د وراوښتو د مخنيوي لپاره هېڅ گټه ونه لري. خو ظاهرآ د سپينې ماڼۍ په هڅونې نوموړي د اوس لپاره ښايي دا دريځ غوره کړي چې انتظار وباسه او وگوره چې څه کېږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||