BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:50 گرينويچ 2006 ,19 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برتانيا : جگړه سخته ده خو گټلاى يې شو

افغانستان کې برتانوي عسکر
د افغانستان په جنوب تقريبا ٤٠٠٠ برتانوي عسکر شته دي
د برتانيې ددفاع وزير ديس براون منلې ده چې وضعه له هغه څه ستونزمنه ده چې دوى يې اټکل کړې و.

خو هغه ټينگار وکړ چې ڼاتو يو سپيڅلي هدف تعقيبوي او ماموريت به يې برى ومومي .

" مونږه بايد دا ومنو چې وضعه له هغه څه نه چې مونږه فکر کوه ډيره ستونزمنه ده . د ډيرو تلفاتو سره سره د طالبانو سرسختي حيرانونکې ده او له هغې اندازې نه چې مونږه هيله کوله زمونږه هڅې زياتره په همدې باندې مترکزې شوي دي . چې په نتيجه کې د هيواد پرمختگ او بيا رغونه ځنډيدلې ده . سږ کال د کوکنارو کښت چې زمونږه د راتلو نه مخکې کرل شوي و له پخوا نه زيات دى او د پولې بلې غاړې ته د پاکستان پولې ته څېرمه نوې رامنځته شوې امنيتي تگلارې ښايي د راتلونکې لپاره د هيلو ډکې وي خو په نژدې وخت کې ښايي د طالبانو په فعاليتونو کې زياتوالى ووينو."

ښاغلي براون لندن کې و وينا په ترڅ کې د ڼاټو په نورو غړو هيوادو غږ وکړو چې بايد په افغانستان کې د ٢٥٠٠ نورو ځواکونو په هکله د ناټو غوښتنه ومني .

د جنوبي افغانستان په هلمند ولايت کې د ناتو په ځواکونو کې ٤٠٠٠ برتانوي عسکر شامل دي .

ښاغلي برا ون وويل هغه انتقاد کونکي چې په افغانستان کې په نولس سوه اتيايمو کلنو کې د شوري او د نولسمې پيړى په باى او دشلمې پىړى په پيل کې د برتانيا د ناکامې ذکر کوي دناټو ددې نوي ماموريت په ماهيت نه پوهيږي .

ښاغلي براون وويل " مونږ يرغل نه دې کړې . مونږ د يو داسې حکومت په بلنه تللې يو چې مشروعيت او ملاتړ لري "

هغه زياته کړه چې په ٢٠٠١ميلادي کال کې د طالبانو د ظالم رژيم د ړنگيدو وروسته افغانستان کې نوي ښونځي او روغتونونه جوړ شوي دي . نوي روزگارونه رامنځ ته شوي او کډوال بيرته خپل هيواد ته راستانه شوي دي .

د ناټو ماموريت

د افغانستان په سويل کې د بيا بيا لپاره د طالبانو له لورې د سيمو لاندې کولو او د جگړو بې سارې پراختيا په دغه سيمه کې د ناتو ماموريت له پوښتنو سره مخامخ کړيدى .

دغو جگړو د ناتو د هغو ژمنو مخه هم اړولې چې ويل يې د خلکو زړونه به گټي او د ملکي تلفاتو مخه به نيسي . خو په افغانستان کې د ناتو پوځي چارواکي وايي چې د مني تر پايه به د دغې سيمې په حالاتو کې ژور بدلون راشي .

په کابل کې زموږ همکار خپلواک ساپي د ناتو همدغه ماموريت ته ديو کتنې په ترڅ کې وايي :
د افغانستان په سويل کې د ناتو د پوځي ماموريت له پيله بيا تر اوسه دوه مياشتې تيريږي . په دغه موده کې په ټوله سيمه کې جنگ جگړو په بې ساري ډول زور اخيستى .

هلمند
دناټو ځواکونه په هلمند کې په عملياتو بوخت و

نږدې هره ورځ له وسله والو طالبانو سره د نښتو خبر ورکول کيږي . دا په داسې حال کې ده چې ناتو د خپل ماموريت د پيل په مهال د بيا رغونې د پروژو د مخې ته کولو له لارې د خلکو د زړونو د گټلو ژمنه کړې وه . اوس داسې ښکاري چې په سيمه کې د طالبانو د پرله پسې مقاومت له کبله د ناتو دغه ماموريت هم د سيمې اقتصادي پرمختگ ته د پام اړولو پر ځاې ورو ورو د بريد او مقابلې بڼه خپلوي .

په کابل کې د ناتو ملکي وياند مارک ليتي دا مني چې د ماموريت بڼه له لومړنيو اټکلونو د لږ څه بدلون په حال کې ده .

(( البته چې د ماموريت په بڼه کې يو څه بدلون راغلى . څه چې زموږ له راتلو وروسته پيښ شوي ، هغه د جگړو ډيروالى دى . دا د ناتو په گډون د ډيرو له اټکله وتلې خبره وه . طالبان د سيمو د لاندې کولو او هلته د خپلو پښو د ټينگولو په هڅه کې دي . نو ځکه خو موږ جگړې او مقابلې ته اړيو او ددې پايله په سيمه کې د تاو تريخوالي ډيريده دي . ))

ڼاټو په دې جگړو کې د سوونو طالبانو د وژلو خبره کوي . طالبان بيا له خپل لورې د ناتو ځواکونو او افغان سرتيرو ته د سر د درانه تاوان د اړولو ادعا لري .

ملکي تلفات

د سيمې ملکي استوگن بيا دا گني چې د دغو جگړو اصلي قربانيان گواکې همدوى دي . د کندهار د پاشمول اوسيدونکى ميزا محمد چې کور او کرونده يې په جگړه کې ويجاړه شوې ، دواړو لورو ته د پړې گوته نيسي .

(( که طالب ځان نامې بولي خو وردې شي ، دوى هلته پر وچ ډاگ پراته دي ، ورسره معلومه دې کړي . که فير پرې کوي او که ځان پرې چوي . د طالبانو ځاى هم معلوم دى . ناتو دې هلته ورشي او ورسره معلومه دې کړي . خو زموږ سر په دې نه خلاصيږي چې دوى دواړه لوري ولې زموږ د کورونو مينځ ته راځي او په جگړو کې موږ تباه کوي . ))

د سيمې يوه بله استوگنه چې د نوم له ښودو ډډه کوي وايي چې د ناتو او اتلافي ځواکونو د فعاليتونو تر مينځ څه توپير نه ويني .

(( که ناټو ده که امريکايان دي ، موږ يو هم نه پيژنو . اول امريکايانو بمبارئ کولې او اوس ناټو بمبارئ کوي . موږ د کور پريښودو ته اړوتي يو او دا دى ښار ته راغلي يو . موږ له مرستو تير يو خو بمبارۍ دې راباندې نه کوي . ))

ملکي تلفات
خلک د پوځي عملياتو په ترڅ کي د ملکي تلفاتو په اړه انديښمن دي

خو ناتو د ملکي وگړو د تلفاتو او تاوانونو پړه پر طالبانو اچوي . وياند ليتي د پنجوايي وروستي عمليات يادوي او وايي چې طالبانو گواکې په دغه جگړه کې له ملکي وگړو نه د سپر په توگه کار واخيست .

(( موږ د ملکي وگړو خونديتوب ته ډير پام کوو . موږ د مديوسا د عملياتو په مهال د خلکو د خبرولو لپاره له هوا نه پاڼې وشيندلې . له قومي مشرانو سره مو سلا مشورې وکړې . د مطبوعاتو له لارې مو خبر دارى ورکړ. تاسو وواياست ، له دې زيات څه کيدى شي . خو طالبان د دوى په کورونو ورننوتل او مورچې يې پکې جوړې کړې . ))

خلک اصلا له چا سره دي ؟

دافغانستان په سويل کې د ناتو د روان ماموريت په تړاوو داسې گنگوس هم شته چې دغه ماموريت که ناکام ونه بلل شي نو لږ تر لږه له سختو خنډونو سره مخامخ دى . خو په کابل کې د ناټو پوځي وياند لوک کينيټيگ وايي چې جبهه د خلکو له فکرونو تيريږي اودا چې خلک گواکې له دوى سره دي ، نو ځکه خو دوى گتونکي دي .

(( دلته جبهه د خلکو فکرونه دي . ښکاره ده چې د وگړو اکثريت طالبان نه غواړي . خلک سولې ته اړتيا لري او موږ هغوى ته د سولې د ورکولو لپاره دلته يو . موږ د دې لپاره نه يو چې د طالبانو په اشاره نڅا وکړو . موږ به په يوه وخت په ټول هيواد کې په هغوى پسې ونه گرځو ، بلکه په ځانگړو سيمو کې به هغوى راايساروو او ځپو به يې . ))

جنرال ډيويډ ريچردز
" لنډ مهالې ستونزې د ناکامى په معنا ندي "

په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو قوماندان جنرال ديويد ريچارد هم وايي چې لنډ مهاله ستونزې د ناکامۍ معنا نلري .

(( لنډ مهاله ستونزو موږ نه يو مات کړي . موږ يو ډير ښه پلان لرو چې په اړه يې زموږ له امريکايي ملگرو او افغان حکومت سره پوره پوره سلا مشورې شوي . زما باور دى چې له دغه پلان نه به د مني تر پايه ښې پايلې راووزي او حالات به په سويل کې ژور بدلون ومومي . ))

له عملياتو وروسته بايد څه وشي

خو په ولسي جرگه کې د کندهار ولاېت وکيل خالد پښتون سيمې ته په بيا بيا د طالبانو د راستنيدو لامل د حکومت د بې پروايي پايله بولي . داسې چې په وينا يې له طالبانو نه د سيمو د پاکولو تر شا بيرته د سيمو خونديتوب ته گواکې پام نه کيږي .

(( دلته يو لوى مشکل دا دى چې له عملياتو وروسته تعقيب او لټونه نه کيږي . دولت بايد د طالبانو د پاتې کسانو د نيولو هڅه وکړي . درې کاله مخکې همداسې کيدل . ))

خو جنرال ريچارد وايي چې دوى به له دې وروسته کله هم اجازه ورنکړي چې د دوى تر کنټرول لاندې سيمو ته طالبان بيرته ورستانه شي .

(( موږ به بيا دغه لوبه تکرار نه کړو . موږ به په ځانگړې سيمه کې امنيت راولو . د حکومت واک به ورغزوو او نړيوالې ټولنې ته به د بيا رغوونې شرايط برابر کړو. زموږ تکل دا دى چې په ځانگړي ځانگړې سيمه کې د طالبانو اغيز ختم کړو . ))

خو له دې ټولو سره سره ځان وژونکي او د سړک د غاړې بمي بريدونه داسې يو گواښ دى چې ناتو يې هم کابو کول د اوس لپاره ستونزمن بولي . د دې بيلگه د پنجوايي د دوشنبې د گهيځ بمي بريد وو چې د سيمې د ملکي وگړو د ژوبلې تر څنگه يې څلور کاناډايي سرتيري ووژل .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت