BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:47 گرينويچ 2006 ,18 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اعظم داد فر : م م دې افغانستان ته د ترهگرو د راتلو مخه ونيسي

اعظم دادفر
د لوړو زدکړو وزير محمد اعظم داد فر سره له دې چې په دغه هيواد کې يې د ملگرو ملتونو تر سره کړي کارونه مثبت او مهم وبلل خو افغانستان ته د ترهگرو د را اوښتو او د بهرنۍ لاس وهنې مخنيوي ته يې ددغې ادارې دپام کولو غوښتنه وکړه
افغان دولت او يو شمېر روڼ اندو له ملگرو ملتونو نه په افغانستان کې د بهرنۍ لاس وهنې او دغه هيواد ته د ترهگرو د را اوښتو دمخنيوي غوښتنه وکړه .

په کابل کې د ملگرو ملتونود سازمان د جوړيدو د ٦١ کليزې دلمانځنې په اړه جوړې شوې غونډې ته په روښانه ټکو کې وويل شو چې دغه ټولنه دافغانستان د سولې او ټيکاو په را وستو کې تېر وتنې کوي .
دوى دامنيت د راوستواو خلکو ته کار روزگار د پيداکېدو غوښتنې کولې .

سره له دې چې د افغانستان په سياسي اقتصادي او ټولنېز جوړښت کې ملگرو ملتونو مهم رول لوبولى . خو اوس دعامو وگړو په گډون افغان چارواکې له دغې ټولنې دافغانستان د سولې او ټيکاو د ټينگېدو غوښتنه کوي .

دچهارشنبې په سهار په کابل پوهنتون کې د ملگرو ملتونو دادارې دجوړيدو د ٦١ کليزې دلمانځلو په غونډه کې له دغې ټولنې نه د افغانستان امنيت ته د ډېر پام کولو کلکې غوښتنې وشوې.

د لوړو زدکړو وزير محمد اعظم داد فر سره له دې چې په دغه هيواد کې يې د ملگرو ملتونو تر سره کړي کارونه مثبت او مهم وبلل خو افغانستان ته د ترهگرو د را اوښتو او د بهرنۍ لاس وهنې مخنيوي ته يې ددغې ادارې دپام کولو غوښتنه وکړه .

ښاغلي دادفر د ملگرو ملتونو له نوي مشر نه چې دجنوبي کوريا دي هيله وکړه چې دې موضوع ته به ډېر پام وکړي . په بدل کې افغان وزير دحکومت په استازيتوب ددغه هېواد لخوا د ملگرو ملتونو دمنشور او نورو ټولو مهمو لاسليک شويو نړيوالو تړونو ته درناوى او دهغو پلي کول د افغان حکومت دنده وبلله .

دلمانځنې جوړې شوي غونډې ته د پوهنتون د سلگونو زدکونکو او استادانو تر څنگ په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د اړوندو ادارو ډېر کورني او بهرني کارکونکي ورغلي وو .

دکابل پو هنتون د حقوقو د پوهنځى استاد گل رحمن قاضي نيوکه وکړه چې ددغې ادارې په مټ ټول شوي کارونه متبت نه دي او د بيلگې په توگه يې پارلماني ټاکنو او د دولتي ادارو قومي ويش ته اشاره وکړه چې دده په وينا افغانانو ته يې ستونزې را پيدا کړې . خو وړاندېز يې وکړ چې بيا رغا ونې ته دې ملگرېي ملتونه ډېر پام وکړي

خو دملگرو ملتونو د کليزې په اړه دافغان ولسمشر په پيغام کې ددغې ادارې کارونه دافغانستان په سېاسې او اقتصادې بيار غاونه کې مهم بلل شوي .

ويل کيږي چې ملگرو ملتونو د بن د تړون په گډون د ٢ لويو جرگو جوړيدل ، د ولسمشرى او پارلمان لپاره ټاکنې ، دميليونونو گډوالو را ستنول ، د بې وسلې کولو او ادارې جوړولو په ډگر کې غټ کارونه کړي دي.

داسې ښکاري چې اوس د دولت او خلکو غټه هيله له ملگرو ملتونو نه د سولې ټينگښت دي چې ټولې برخې يې تر اغيزې لاندې راغلي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت