 |  ستره محکمه | د بريتانيا تر ټولو جگ پوړو قاضيانو له ترهگرۍ سره په تړلوفعاليتونو د شکمن بهرنيو وگړيو د ناپايه بندي ساتلو پر ضدحکم کړى دى.دا حکم چې د حکومت د ترهگرۍ ضد تگلارو ته يو لوى گوزار گڼل کيږي وايي چې د ناڅرگندې مودې لپاره د شکمنو بندي ساتل د بشري حقونو په اړه له اروپايي کانوانسيون سره سمون نه لري. قاضيانو د نهو بهرنيووگړو پر استيناف غوښتنې قضاوت کاوه چې له تېرو دريو کلونو راهيسته، د حکومت د ترهگرۍ ضد قانون له مخې ، له محاکمې پرته بنديان دي.  |  دشکمنو ترهگرود ناڅرگندې مودې لپاره بندي ساتل د بشري حقونو په اړه له اروپايي کانوانسيون سره سمون نه لري.  قاضيان | د هغو وکيلان استدلال کوي چې د بريتانيا د حکومت دا خبره سمه نه ده چې وايي هېواد ته ورپېښ گواښ د منصفانه محاکمې لپاره د هغو پر عادي حق باندې د ى. هغوى دغه راز دليل راوړ چې د نيونې قانون د بهرنيو وگړو پر ضد تبعيض رامنځته کاوه، ځکه بريتانوي اتباع ورڅخه معاف وه. |