BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:38 گرينويچ 2007 ,10 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايي وزيران له مشرف سره پر افغانستان غږيږي

گيټس
رابرټ ګيټس او کاندوليزا رايس به پاکستان ته په داسې وخت سفر وکړي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه په پوله د ماينونو د ښخولو او ازغن تار د لګولو په مساله تاوتريخوالى زيات شوى دى .
افغانستان کې د وسله والو طالبانو په ممکنه بريدونو کې د زياتوالي د مخنيوي لپاره په نړيواله سطح له تگلارې سره سره پاکستان او امريکې هم په لوړه سطح په دې موضوع د خبرو پلان جوړ کړى دى .

چارواکى وايي چې په حکمت عملي يا تگلاره باندې غور لپاره به د امريکې د دفاع وزير رابرټ ګيټس او د بهرنيو چارو وزيره کاندوليزا رايس به راتلونکى څو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي .

اسلام اباد کې د دفاع د وزارت يوۀ چارواکى وويل چې رابرټ ګيټس به د خبرو لپاره د دوشنبه په ورځ پاکستان ته سفروکړي .

د چارواکي ترمخه د امريکې د دفاع وزير به پاکستاني مشران په اسپانيا کې دافغانستان په اړه د ناټو د دفاع وزيرانو د غونډې له تفصيلاتو څخه خبر کړي .

د اسپانيا په غونډه کې رابرټ ګيټس د ناټو په هيوادونو افغانستان ته د نورو عسکرو او وسايلو ورکولو غږ کړى وو.

رابرټ ګيټس او کاندوليزا رايس به پاکستان ته په داسې وخت سفر وکړي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه په پوله د ماينونو د ښخولو او ازغن تار د لګولو په مساله تاوتريخوالى زيات شوى دى .

تيره مياشت بيل گيټس په کابل کې له ولسمشر کرزي سره هم ليدلي و

پاکستاني چارواکي وايي چې رابرټ ګيټس به ولسمشر جنرال پرويزمشرف او جګ پوړو پوځي جنرالانو سره د طالبانو په ضد د تګلارې په اړه خبرې وکړي .

د رپورټونو ترمخه دواړه غاړې به دپاکستان په قبايلي سيمو کې په روانو حالاتو او په خصوصي توګه د شمالي وزيرستان د موافقې په اړه هم خبرې وکړي چې د بعضو په نظر موافقې مثبتې نتيجې نه دي ورکړي .

رپورټونه وايي چې امريکه د شمالي وزيرستان په موافقه ډاډ منه نه ده او غواړي چې په سيمه کې د اور پکو په ضد نوي عمليات پيل کړى شي .

د تير کال د سپټمبر د مياشتې د موافقې وروسته هم په شمالي او جنوبي وزيرستان کې که يو خوا د پاکستاني ځواکونو له خوا د شکمنو کسانو په ضد هوايي بريدونه شوي نو بل خوا د اور پکو لخوا په پاکستاني عسکرو هم ځانمرگي بريدونه شوي دي .

ويل کيږي چې د ډيورنډ په کرښه د پاکستان له خوا د ماينونو ښخولو او اغزن تار د لګولو مساله به هم د پاکستان او امريکې د مشرانو د خبرو يوه بله موضوع وي کور کې دننه او په نړيواله سطح د ماينونو د ښخولو د پلان د مخالفت وروسته پاکستان ويلي دي چې کيدى شي دا کار ونه کړي .

ولې اسلام اباد اوس هم د اغزن تار د لګولو په دريځ ټينګ ولاړ دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت