BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:54 گرينويچ 2006 ,21 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف: ځينې ورانکاري رېښتيا هم افغانستان ته اوړي

مشرف
د پاکستان ولسمشر جنرال پرويزمشرف
د پاکستان ولسمشر جنرال پرويزمشرف ويلي چې ځينې کسان په پاکستان کې تر ورانکارۍ وروسته د ګډوډې لپاره د پولې بل اړخ کښې افغانستان ته اوړي.

د پنجشنبې په شپه پر دولتى ټلويزيون ملت ته په خپله وينا کې جنرال مشرف وويل چې تر القاعدې وروسته اوس پام طالبانو ته اړول شوى دى.

هغه وويل چې پاکستانى عسکرو د هغو کسانو پر ضد عملياتو ته دوام ورکړى چې په پاکستان کې او د پولې بلې غاړې ته په فعاليتونو بوخت دي.

د پاکستانى ولسمشر په وينا د طالبانو مشر ملامحمدعمر کندهار کې د خپلې ډلې د عملياتو مشرى کوي او طالبانو د افغانستان جنوبي سيمې د خپلو هڅو په مرکز اړولي دي.

هغه وويل چې ياغيان د پاکستان له قبايلي سيمو څخه هم څه نه څه مرستې ترلاسه کوي.
جنرال مشرف زياته کړه چې د پاکستان په قبايلى سيمو کې يې د ځايي طالبانو د تاوتريخوالي ختمولو لپاره يوه نوې تگلاره خپله کړېده چې ترمخه يې قبايلى مشرانو ته د مسالې د حل لپاره مسووليت سپارل شوى دى.

پاکستانى ولسمشر وويل هيڅ يوه بهرني ته به په دې هيواد کې د فعاليتونو اجازه ورنکړي.

هغه پر بهرنيو سخت اورپکو غږ وکړ چې پاکستان څخه دې ووځى ، وسله دې کيږدي، که نه نو وژل کېدو ته دې چمتو شي.

جنرال مشرف وويل چې پاکستان به د افغان حکومت لخوا هيڅ ډول تورونه ونه مني او دا چې افغانستان دې پر پاکستان بې بنسټه تورونه لگول بند کړي.

د پاکستانى ولسمشر په وينا پاکستان او افغانستان د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د يو بل ملګرى دي. لاسوهنه بنده شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت