BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:45 گرينويچ 2007 ,16 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د امريکا د دفاع وزير کابل ته راغلى دى

رابرټ گېټس
رابرټ گېټس د افغانستان له کړکېچه ښه خبر دى دى پخوا د سي اى اې مشر و
د متحدو ايالاتو د دفاع نوى وزير رابرټ گېټس افغانستان ته رارسيدلى دى او دلته به له ولسمشر حامد کرزي ، د امريکا او ناټو له ځواکونو سره ويني .

د دغه سفر په ترڅ کې به د ښاغلي گېټس لپاره د پام وړ موضوع دا وي چې افغان او نړيوال ځواکونه په پسرلي کې د وسله والو طالبانو له خوا د ممکنه بريدونو په وړاندې څومره چمتووالى لري .

رابرټ گېټس د افغانستان له کړکېچه ښه خبر دى . دى په ١٩٨٠ مو کلونو کې د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې يا سي اى اې مشر و ، دا هغه وخت و چې د امريکا د جاسوسۍ ادارې په ميلياردونو ډالره افغان مجاهدينو ته ورکولې چې بالاخر يې د شوروي اتحاد ځواکونه په ١٩٨٩ کال کې له افغانستان څخه واېستل .

د نن سبا غليم کاملآ مختلف دى ، طالبانو د افغانستان په سويل او ختيځ کې بغاوت ته د تير کال په ترڅ کې دوام ورکړى دى .

د دوى ځانمرگو بريدکوونکو او د خرپ و ترپ تاکتيکونو ملکي کسانو او پوځيانو ته ډير ځاني تاوان اړولى دى .

ښاغلى گېټس به پخپله اوس د د اورپکو له خوا د روان گواښ کچه معلومه کړي او دا به وگوري چې نړيوال ځواکونه په افغانستان کې داسې اسانتياوې لري که نه چې په پسرلي کې د طالبانو د ممکنه بريدونو ځواب وويلى شي .

په داسې حال کې چې عراق ته نور امريکايي سرتيري تلونکي دي داسې گومان نه کيږي چې افغانستان کې دې هم د بهرنيو ځواکونو شميره ډيره شي .

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو قومندانانو څو ځلي د نورو سرتيرو غوښتنه کړې ده او د شته ځواکونو د خوځښت په برخه کې يې هم د خلاص لاس لرلو هيله کړې ده خو د هغوى د کاري چوکاټ محدوديتونه دا موقعې نه ورکوي چې په جنگي عملياتو کې په بشپړه توگه برخه واخلي .

په افغانستان کې د ٢٠ زره امريکايي سرتيرو له ډلې څخه شاوخوا نيمايي د ناټو په قومانده کې دي .

پاتې ځواکونه يې د امريکا په خپلواکې قوماندې کې ځاى پر ځاى شوي دي چې اصلي کار يې د طالبانو او القاعده اورپکو موندل دي . دغه اورپکې د گاونډي پاکستان او افغانستان ترمنځ په ليرې پرتو سرحدي سيمو کې فعاله دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت