BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:46 گرينويچ 2006 ,01 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش : د کابل په پيښو خواشينى يم
بوش
ولسمشر بوش ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امريکا تر منځ دوستي پايداره ده
ولسمشر بوش د ټيلفون له لارې د کابل د دوشنبې د ورځې( د مې ٢٩) په پيښه ولسمشر حامد کرزي ته ژوره خواږي په ډاگه کړه. د همدې ټيلفوني تماس په مهال ولسمشر بوش يو وارې بيا د افغانستان خلکو سره د امريکا د خلکو په دوامدارې دوستې او مرستې اسرار وکړ.

د کابل په شمال کې د دوشنبې د ورځې پيښه له يو شمير ملکي گاډو سره د امريکايي عسکرو د يوه ستر گاډي د لگيدو په نتيجه کې رامنيځ ته شوه .

امريکايي گاډي سره د ټکر په پيښه او په هماغه ورځ په نورو نا اراميو کې چې د همدې ټکر په نتيجه کې راټوکيدلې وې نزدې شل کسان مړه او سلو نه زيات نور ټپيان شول

د دوشنبې د ورځې دغه نا ارامي د طالبانو له ماتې راپديخوا په تېرو څه د پا سه څلورو کلونو کې د کا بل په ښار کې تر ټولو شديده يوه وه .

افغان حکو مت چې پدې برخه کې يې د جدې پلټنې د ترسره کولو او په راتلونکې کې يې ددغه راز پيښو د مخ نيوي هوډ کړى د دوشنبي د ورځې پيښه يې د يو شمير اوباشو او فرصت طلبو عناصرو کار وگاڼه.

فوق العاده غونده

افغان ولسمشرر حامد کرزي تيره ورځ د جمهورې رياست ماڼې ته خپل د بهر نيو ، دفاع او کورنيو چارو وزيران همدا راز يې د مشرانو د جرگې مشر صبغت اله مجددي ، د ولسي جرگې مشر محمد يونس قانوني ، په پارلمان کې د مخالفې ډلې مشر پروفيسر رباني ، مذهبي مشر شيخ اصف محسني او يو شمير نور لو ړ پوړي مشران وربللي وه .

دوي د دوشنبې د ورځې په پيښه ژور غور وکړه او پريکړه وکړه هغوته چې په دغه پيښه کې زيان اوښتي ورته تاوان ورکړي.

همدا را د پيښې د لاملونو په موندلو ، په افغانستان کې د بهرينو ځواکونو په موجودتيا او د افغانستان په سوله اوثبات کې د هغو په اړتيا او هم هغو ته چې د دوشنبې د ورځې په چور او تا لان کې يې لاس درلود ورته د سزا په ورکولو ټينگار وشو.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت