BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:43 گرينويچ 2006 ,11 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د امريکا د دفاع وزير کابل ته ورسيد
رمسفيلډ او رايس
ښاغلى رمسفيلډ کابل ته تر هغه ايله څو ورځې وروسته راځي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندوليزا رايس هم دغۀ ښار ته راغله او له افغان مشرتابۀ سره يې وليدل
د متحدو ايالاتو د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ د افغانستان پلازمينې کابل ته نن ( د چنگاښ ٢٠ د جولاى ١١ ) په داسې وخت کې را رسيدلى دى چې د امريکا په مشرۍ کې نړيوال ايتلافي ځواکونه په هلمند کې د ٣٠ طالبانو د وژنې ادعا کوي .

ښاغلى رمسفيلډ له تاجکستان څخه کابل ته رارسيدلى او تمه ده چې له ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د دفاع له وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردگ سره وويني او د افغانستان پر امنيتي مسايلو ورسره خبرې وکړي .

`پرون برتانيا اعلان وکړ چې افغانستان ته به ٩٠٠ نور سرتيري هم ليږي ، دغه سرتيري به د هلمند ولايت کې ځاى پر ځاى کيږي .

په تاجکستان کې د امريکا د دفاع وزير د هغۀ هيواد له مشرتابۀ سره په خبرو کې ويلي دي چې د مخدره توکو د قاچاق له امله اندېښمن دى .

رپوټونه ښيي چې ښاغلي رمسفيلډ له افغانستان څخه د منځنۍ اسيا له لارې د مخدره توکو پر قاچاق خپلې اندېښنې کې زياته کړې چې گواکې له دغۀ قاچاق څخه ترهگر مالي گټه ترلاسه کوي .

افغانستان ته د امريکا د دفاع د وزير سفر دغۀ هيواد ته د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيرې کاندوليزا رايس تر سفر ايله دوه اوونۍ وروسته کيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت