|
دترکيې ددفاع وزير کابل ته رسيدلى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ترکيې د دفاع وزير وجدي گونول د يکشنبې په ورځ کابل ته د سفر په مهال د افغانستان د دفاع له وزارت سره د خپل هيواد له لورې د نويو مرستو ژمنه کړي . په دې کې دپوځي تجهيزاتو او طبي سامان الاتو له اړخه د افغان ملي پوځ د سمبالولو تر څنگه د سرتيرو او افسرانو د روزنې يادونه شوې . ښاغلي گونول په کابل کې خبريالانو ته د څرگندونو په مهال د ترکيې له لورې د ميدان وردگو په ولايت کې د ولايتي بيا رغوونې يا PRT د ټيم جوړولو ته د چتو والي د نيولو خبر هم ورکړيدى . ښاغلي گونول افغانستان ته د خپل دريم سفر په ترڅ کې يو ځل بيا د خپل هيواد له لورې د افغانستان د دفاع له وزارت سره د مرستو د دوام پر ژمنې ټينگار وکړ . وجدي گونول وويل وزارت يې دې ته ژمن دى چې د افغان ملي پوځ لپاره مسلکي سرتيري او افسران وروزي ، پوځي تجهيزات ورکړي او د پوځ له روغتيايي مرکزونو سره د اړتيا وړ طبي سامان الاتو مرسته وکړي . د افغانستان د دفاع وزير عبدالرحيم وردگ هم د خپل سيال له لورې ورکړل شوي ډاډ ته په اشارې سره وويل تير کال هم د ترکيې هيواد د افغانستان د دفاع له وزارت سره په ورته ډگرونو کې د څلور ميليونه امريکايي ډالرو مرسته کړې وه . ښاغلي گونول په کابل کې خبريالانو ته د څرگندونو په مهال د وردگو په ولايت کې د ترکيې په مټ دا ډول ترکيه له هماغه پيله د نړيوالو مرستندويه امنيتي ځواکونو ايساف په چوکاټ کې فعاله ونډه لري چې ده ځله يې د دغو ځواکونو قومانداني هم په غاړه اخيستې او په پام کې ده چې په نږدې ترکيه له لويه سره د افغانستان د پوځ لپاره د مسلکي افسرانو په روزنه کې اوږود تاريخ لري . په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له يرغله وړاندې د افغان پوځ وتلي ارکان حرب او مسلکي افسران تر ډيره هغوى ول چې په ترکيه کې به يې پوځي زده کړې کړې وې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||