|
امريکايي جنرالان د رمفسيلډ استعفى غواړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يو شمير تقاعد شويو امريکايي لوړ پوړو جنرالانو د امريکا ددفاع وزير رونالد رمسفيلد څخه غوښتنه کړې ده چې د عراق په جگړې کې د پاتې راتلو له کبله استعفى ورکړي . د ا د هغو کسانو له خوا بغاوت گڼل کيږي چې وايي ښاغلى رامسفيلد له بهر ه د عراق له جگړې سره چلند کوي . شپږ و تقاعد شويو جنرلانو چې پخوا د دفاع وزارت جگپوړي کسان وو ، د عراق د جگړې په اړه خپلې انديښنې په ډاگه کړي دي . په وروستيوکې تقاعد شوى جنرال ، جان ريگز په يوې مرکې وويل چې د دې وخت رارسيدلى چې ښاغلى رمسفيلد له دندې ليرې شي ځکه په وينا يې چې يو ناوړه حالت ېې رامينځته کړى دى . خو جنرال کارليس سوننيک بيا تردې هم وړاندى تللى . هغه پوښته کړې چې آيا ښاغلى رمسفيلد مناسب سړى و چې په عراق کې د جگړې لارښوونه وکړي ا و زياته يې کړه چې له هرپلوه په عراق کې جگړه له ماتې سره مامخ شوې ده . خو سپينه ماڼۍ تر اوسه پورې د ښاغلي رمسفيلد ملاتړ کوي او وياند مک لين وايي ښاغلى بوش په دې نظر دى چې ښاغلى رمسفيلد په ډيرو سختو شرايطو کې په سمه توگه خپلې دندې ترسره کوي . کله چې له ښاغلي رمسفيلد څخه پوښتنه وشوه چې د استعفى غوښتنې به د هغه دندې اغيزمنې نه کړي ، هغه ځواب ورکړ چې نه . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||