|
رمسفيلډ: موږ له افغانانو سره يوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د متحدو ايالاتو د دفاع وزير دونالد رمسفليډ د افغانستان د خلکو په نامه په يوه پرانستي ليک کې ډاډ ورکړى چې متحده ايالات به د پخوا په څير له دغه هيواد سره خپلو مرستو او ملگرتيا ته دوام ورکړي . په ليک کې په افغانستان کې د ناټو د ماموريت پراختيا هم له دغه هيواد سره د نړيوالې تولنې د ملاتړ د لا زياتيدو نښه بلل شوې ده . دغه ليک کابل ته د ښاغلي رمسفليد د وروستي سفر تر شا يوازې د يوې اونۍ په توپير د افغان رسنيو په ادرس استول شوى . د افغانستان د خلکو په نامه او د افغان رسنيو او مطبوعاتو په ادرس د امريکا د دفاع د وزيردغه پرانستې ليک په اصل کې هغو اوازو او انديښنو ته د رد ځواب دى چې وايي گواکې متحده ايالات په افغانستان کې له خپلې ښکيلتيا ستړي او ناهيلي شوي او اوس د ناټو د ونډې په پراخولو غواړي له دغه درانه ماموريت نه ورو ورو خپلې اوږې سپکې کړي . ښاغلى رمسفليدد دغو انگيرنو خلاف په ليک کې په بيا بيا دا ډاډ ورکوي چې امريکا به د پخوا په څير د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو او ملگرتيا ته دوام ورکړي او تر هغې چې افغانستان بري ته ونه رسيږي له خپل دغه ماموريت نه په لاس پر سر نه شي . په ليک کې د افغانستان بيلا بيلو سيمو او په ځانگړې توگه سويل ته د ناټو په مشرۍ د نړيوالو مرستندويه امنيتي ځواکونو ISAF د ماموريت د غځولو تکلونه هم د امريکا د ونډې د کميدو نه ، بلکې له دې هيواد سره د نړيوالې ټولنې د مرستو او ملاتړ د پراختيا بيلگه بلل شوې ده . ښاغلى رمسفليد ليکي چې د ناټو په دغه نوي ماموريت سره به افغانستان د امريکا تر څنگه د شمالي اتلانتيک د تړون د نورو ٢٥ غړو هيوادونو مظبوط ملاتړ خپل کړي او دا به په سيمه کې د کوم ځانگړي هيواد نه بلکې د نړيوالې تولنې د فعال حضور استازيتوب وکړي . د امريکا د دفاع وزير په خپل دغه ليک کې دا هم ليکي چې د روانې عيسوي مياشتې په ١١ مه نېټه افغانستان ته په خپل تر ټولو وروستي او يولسم سفر کې له ولسمشر کرزي ، د کابينې له غړو او په افغانستان کې له ميشتو امريکايي سرتيرو سره تر ليدو کتو وروسته دا ورته ثابته شوې چې د يوه با ثباته او هوسا افغانستان د جوړولو تکلونه په شا نشي ستنېدى . کابل ته په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيوچارو او دفاع د وزيرانو يو په بل پسې سفرونه او تر شا يې د افغانستان د خلکو په نامه د ښاغلي رمسفليد دا پرانستى ليک په داسې حال کې را استول کيږي چې د طالبانو په خوځښتونو او بريدونو کې د پام وړ زياتوالى راغلى . له دې سره جوخت د افغان امنيتي ځواکونو تر څنگه د امريکا او نورو بهرنيوهيوادونود سرتيرو مرگ ژوبله هم د پخوا په پرتله زياته شوې ده . دا هغه څه دي چې افغان حکومت يې د امنيت له اړخه په ښکاره له ننگونو سره مخامخ کړى دى . په دې سربيره دا انديښنې هم له پامه نشي غورځول کيدى چې ښايي د ځينو دغو هيوادونو وگړي په افغانستان کې د پوځي ماموريت د دروند والي او دوام په مخالفت کې په خپلو حکومتونو زور راوړي . ښايي امريکا هم همدغسې يو څه احساسوي او د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ او مرستو د ژمنو په بيا بيا تکرارسره دا ښودل غواړي چې گواکې امريکا نه په دې هيواد کې ستړې ده او نه يې له دې هيواد سره ليوالتيا کمه شوې ده . ځينې افغان شنونکي بيا دا گڼي چې ښايي امريکا د خپلو دغو ژمنو په بيا بيا تازه کولو سره افغان حکومت ته د ډاد ورکولو تر څنگه نړيوالې ټولنې ته دا وريادول غواړي چې که په افغانستان کې پښې مظبوطې نه کړي نو جگړه به يې د خپلو دروازو تر شا وغځيږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||