BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:41 گرينويچ 2006 ,30 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دفاع وزارت : دغره دقهر پوځي عمليات پيلوو
ايتلافي ځواکونه
دغرونو دقهر عمليات دغرنيز فشار ترعملياتو وروسته دوهم عمليات دي
دافغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي يوه خبري کنفرانس ته وويل په دغو عملياتو کې به افغان اونړيوال ځواکونه برخه ولري .دغه عمليات هم دامنيت د ښه کولو په موخه ترسره کيږي .

ښاغلي عظيمي وويل کېداى شي سبا دغرونو دفشار په نوم روان عمليات پاى ته ورسيږي . دغه عمليات نژدې ٢ مياشتې وړاندې پيل شوي چې دافغان دولت په وينا په سلگونو مخالف وسله وال يې وژلي اودبهرنيانو په گډون په سلگونو نور يې ژوندي نيولي دي .

افغان دولت وايي د غرونو دقهرپه نوم پيليدونکي عمليا ت به په افغانستان کې سوله لاښه ټينگه او دوى په وينا د پراختيايي پروگرامونو د پلي کولو لپاره به پراخه زمينه برابره کړي . د غرني فشار٥٠ ورځني بريالي عمليات چې دافغان او اېېتلافي ځواکونو لخوا ترسره شول دافغانستان په جنوب کې يې د بيا رغاونې کارونو ته لاره هواره کړه .

 روانو عملياتو ته په کتو سره دافغان ځواکونو وړتيا تر پخوا څو برابره زياته شوې
جنرال ظاهر عظيمي

دښاغلي عظيمي په وينا دغو عملياتو دولتي واکمنى ته قوت ورکړ او په جنوبي ولايتونو کې يې امنيت ډاډمن کړ . وروستي عمليات تر ډېره بريده دافغانستان په سويلي ولايتونو کې ترسره شول چې گڼه مرگ ژوبله يې هم لرله . جنرال عظيمي ووېل چې په دغو عملياتو کې يې تر ٦ سوو زيات مخالف اورپکي وژلي او تر ٣ سوو نوريې ژوندي نيولي دى.

نبي عظيمي زياته کړه: د وژل شويو کسانو په ډله کې زيات بهرني وگړي هم وو . ددې لپاره چې دوى دخپلو هېوادونو لخوا نه دي را استول شوي نو نشوکولاي د هېوادونو نومونه يې واخلو .خو دومره وايو چې د بيلابېلو هېوادونودي او دهمغو هېوادونودکورنېوډلو لخوا ورته لارښونه شوې .ددغو عملياتو په ترڅ کې ددښمن د سوق او ادارې مرکز ويجاړشو، يوځاى کېدل يې پاته ورسېدل ، دنويو پلانو نو دپلې کېدو مخه يې ونيول شوه او ترډېره بريده دښمن له سېمې وزغلول شو.

ښاغلي عظيمي د ملکې تلفاتو شمېره تر٢٠ کمه وښووله ، او په ډاگه يې کړه چې روانو عملياتو ته په کتو سره دافغان ځواکونو وړتيا تر پخوا څو برابره زياته شوي ده . د غرونو د قهر په نوم پوځي عمليات په داسې مهال کې پيليږي چې د افغانستان په جنوب کې به سبا ددوشنبې په ٣١ مه د اېېتلافي ځواکونو قومانده دناټو ځواکونوته سپارله کيږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت